د ناپلیون داستان کتاب چاپ شو
اسد 22, 1402 12:26 Asia/Kabul
د « ناپلیون داستان» په نوم کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه.
دغه کتاب چې الماني لیکوال « اېمېل لډوېګ» لیکلی ابو محمد عمران پښتو ته ژباړلی دی. کتاب د فرانسې د مشهور امپراتور ناپلیون بوناپارت د ژوند په اړه دی. د ناپلیون داستان، چې په پنځو څپرکو او ۲۷۵ پاڼو کې په ښکلي صحافت د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري چاپ شوی د (۱۵۰) افغانیو په بدل کې یې له نوموړي کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کولای شئ.اکسوس کتاب پلورنځي تر دې وړاندې هم شاوخوا ۲۱ عنوانه بیلابیل کتابونه چاپ او خپاره کړي دي.