د کاروبار پېژندنې په نامه نوی کتاب چاپ شو
د اقتصادپوهنې په څانګه کې د((کاروبارپېژندنې)) په نامه نوی کتاب چاپ شو. دا کتاب د ځوان ليکوال ګلاب بهار لخوا ليکل شوی دی. نوموړی کتاب د دانش خپرندویه ټولنې په زيار چاپ ته چمتو شوی
کـاروبار پېژندنه نومي کتاب په خورا ساده پښتو ژبه لیکل شوی اثر دی، چې موخه او منځپانګه يې د کــاروبـار پر اساسي، کلیدي، علمي او عملي مسایلو پوهېدل دي.یاد کتاب په یو نیم کال کې لیکل شوی او هره لیکنه يې د مسیر ورځپاڼې؛ په همیانۍ برخه کې خپره شوې او د دانش خپرندویه ټولنې په مالي لګښت چاپ شوی.باید یادونه یې وکړم چې یاد کتاب نه یوازې د یو مسلک اړونده محدودې پوښتنې ځوابوې، بلکې د هر کس معنوي تنده خړوبولی شي. د کتاب لوستلو شایقین کولای شي، کتاب د ټولو ولایاتو په کتابپلورنځیو کې په مناسب قېمت ترلاسه کړي.بهار صیب تاسو ته یې درانې مبارکیانې تقدیموم.دغه کتاب لاندې موضوعات لري:سريزهبشري کړنېد کاروبار تعريفد کاروبار ډولونهسازمانونهسازمان ډولونهشخصي کاروبارشراکتګډې پانګې کمپنۍصنعتصنعت ډولونهکامرسسوداګريد سوداګرۍډولونهکورنۍسوداګرينړيواله سوداګريد سوداګرۍ مرستيالانټرانسپورټبيمهتمويلبانکمخابراتسوداګري اوصنعت خونېد افغانستان سوداګري اوصنعت خونهنړيوال سوداګريزسازماند ونډوبازار