اسد 08, 1402 11:54 Asia/Kabul
  • د کاروبار پيل کتاب چاپ شو

څنګه کولای شو یو غوره کاروبار پیل کړو؟

له تېرو څو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د خلکو اقتصادي حالت له ګواښ سره مخ دی، ټول په بېوزلۍ کې ژوند کوي، ډېر ځوانان له زده کړو وروسته بې دندې پاتې کېږي، هېواد مو په نړۍ کې د اقتصادي اړخه د تر ټولو ضعیف اقتصاد درلودونکی او تر ډېره بریده په بهرنیو تولیداتو او مرستو ولاړ دی، کورنی مارکیټ مو په بهرنیو تولیداتو پوښلی او آن دا چې د همسایه ملکونو تر ښکاره اقتصادي اغیزې لاندې ژوند کوو، د یادو ستونزو ښکاره لامل د څو کلنې اوږدې جګړې تر څنګ په هېواد کې نه پانګونه ده. دولت په یوازې ځان نشي کولی زرګونو بې دندې کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي؛ بلکې په دې هکله د ملي پانګوالو او زمونږ په ګډون د هېواد د هر وګړي مسوولیت دی څو یادې ستونزې په فرصتونو بدلې کړو؛ دا بیا هغه وخت شونې ده کله چې هره کورنۍ د دولتي دندې تر څنګ د یو کوچني او متوسط کاروبار د رامنځته کولو هوډ وکړي. داسې به وکولای شي چې له ځان ورهاخوا نورو هېوادوالو ته هم کاري فرصتونه برابر کړو.

افغانستان کې هر کال ډېر کاروبارونه پیل او له ځنډ وروسته له ماتې سره مخ کېږي. د یادو کاروبارونو د ماتې عمده لامل د کاروباري پوهې نه درلودل او ورته د پوره پلان او منظمې ستراتیژۍ نشتون دی. دا چې افغانستان کې ډېر کاروباريان د کاروبار د پیل، جوړښت، کاروباري پلان، ستراتیژیکې پلان جوړونې، د چاپېریال څېړنې، مالي مدیریت، بازارموندنې، د کمپنۍ د جوړښت او ورته نورو کاروبارونو اړوند موضوعاتو په هکله مالومات نه لري؛ نو ځکه یاد کاروباريان له لنډې مودې وروسته له ماتې سره مخ کیږي او آن دا چې د بیا را پورته کیدلو ځواک هم له لاسه ورکوي. کاروباريان اړ دي څو د یادو موضوعاتو په هکله مالومات پیدا او یا هم په دې هکله مسلکي کس په دنده وګوماري، چې د کاروبار چارې په ښه ډول سمبال کړي.

مونږ هغه ډول ژوند ته ژوند نه شو ویلی، چې په خپل سر مخ ته ځي؛ بلکې ژوند هغه دی چې مونږ يې د خپلې مفکورې او د خپل نظر له یوې زاویې څخه تر څېړلو وروسته پر مخ وړو. د هر رښتیني انسان رښتینې موخه دا ده، چې وکولای شي لږ تر لږه یې د کار یو مثبت اړخ د نورو د پیاوړتیا او ښېرازۍ لپاره وي.

د کاروبار پیل کتاب د هغو کسانو لپاره دی چې د کاروبار پیلولو هوډ لري؛ خو نه پوهېږي دا چاره څنګه شونې کړي. دا کتاب د هغه چا لپاره نه دی چې په تنخوا د کار کولو فکر ورسره وي، بلکې د هغه چا لپاره دی چې غواړي خپل کاروبار جوړ کړي او شتمن شي، د هغه چا لپاره دی چې له دندې ستړي شوي وي او اوس غواړي خپل کاروبار ولري، له میاشتنۍ تنخوا ستړی شوی او او س غواړي میلیونونه وګټي.

که تاسې هم غواړی چې له رسمي دندې ورهاخوا یو شخصي کاروبار ولری او وشي کولای چې ډېرې پيسې وګټی، دا کتاب ولولئ.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.