کاریزماټیک رهبر کتاب چاپ شو
اسد 05, 1402 11:34 Asia/Kabul
یاد کتاب د ۲۶ لیکوالو د څېړنیزو مقالو ټولګه ده، چې د باچا (فخر افغان، خان عبدالغفار خان) ژوند، اند او مبارزې ته پکې کتنه شوې او اکسوس کتابپلورنځي د باچا خان ۳۵م تلین یاد په پار دا کتاب چاپ کړی دی.
دا کتاب د فخر افغان د ۳۵ تلین په درشل کې چاپ شو.
په دې کتاب کې ۱۴ ځوان لیکوالان (هلکان) او ۱۲ ځوانې لیکوالانې (انجونې) شتون لري چې د عدم تشدد پر سرلاري یې خپل اغېزونه د څېړنیزو مقالو په بڼه را غونډ کړي دي. د یادو مقالو موضوعات د باچا خان ښوونیزې هڅې، د باچا خان صنعتي هڅې، د عدم تشدد موثریت، د پښتنو ناوړه دودونو اصلاح لپاره د باچا خان مبارزه او په ټوله کې د ځنځیر کړۍ په څېر د یاد مبارز پر شخصیت لیکنې شوي.
د دې پروسې زیار ښکونکي (عبدالوهاب مومند او صفي الله ناصري) دي او استاد (محمد اسماعیل یون) په یاد کتاب سریزه لیکلې ده.