سرطان 15, 1402 14:03 Asia/Kabul
  • الله تعالی ته لار کتاب لنډه پېژندنه

الله تعالی ته لار کتاب، الله ج ته د لار موندلو او رسېدلو یو عملي لارښود دی.

په دې کتاب کې د ټولو ورځنیو عبادتونو د غوره او اغېزناکې اجرا په موخه مهمې لارې چارې ښودل شوې چې په مټ یې لوستونکي کولای شي د خپل دنیوي ژوند روحاني حوزه لا روښانه او پیاوړې کړي او د سکون په اوج کې ژوند وکړی شي.

د کتاب ژباړن وايي: «فرض کړئ يو داسې څوک چې له ماشومتوبه له طبابت سره ډېره مينه لري او غواړي د زړه ډاکټر شي، له هماغې مودې د زړه له ډاکټرانو سره شاګردي پيل کړي، له دوی سره ډېره مينه لري، شپه او ورځ له همدوی سره ګرځي او غواړي هره شېبه ترې زده کړه وکړي. بيا ځوانېږي، په همدې برخه کې لوړې زده کړې کوي او د دنيا له سترو قلبي ډاکټرانو سره شاګردي کوي، د هغوی تجربې تر لاسه کوي او نږدې شاګرد يې شي. د دوکتورا تر کچې په همدغه تخصص کې زده کړې کوي او وروسته د قلبي امراضو نړیوال مرکز جوړوي او د سلګونو او زرګونو انسانانو د زړونو بريالۍ درملنه کوي. په دغه برخه کې ډېر تحقیقات کوي، په سلګونه کتابونه او مقالې پکې ليکي او په لکونو کتابونه يې خرڅېږي.

څه فکر کوی؟ د دغه ډاکټر د ژوند او تجربو کتاب به په طبابت کې څومره مهم وي؟ څومره اعتبار او ارزښت به لري؟ ښکاره خبره ده چې د داسې يوه انسان کتاب به ډېر ګټور وي او هر څوک به يې د لوستو علاقه‌مند وي. په تصوف او د انسانانو د قلبونو اصلاح کې د مولانا حافظ ذوالفقار احمد نقشبندي مجددي حيثيت بالکل داسې دی، لکه پورته چې د قلبي ډاکټر يادونه وشوه. هغه له ماشومتوبه له دغه مسلک سره ډېره مينه لرله. که څه هم هغه په يوه داسې کورنۍ کې زېږېدلی دی، چې عصري علوم يې لوستي، خو د ده علاقه‌مندي او ذوق له ماشومتوب څخه له ديني او تصوفي علومو سره و.

دغه کتاب چې ستاسې لاسونو کې دی، خدای ته د لار موندلو يو عملي لارښود دی. دغه لارښود کې له قرآن څخه ګټه پورته شوې، له نبوي احاديثو څخه استفاده شوې او د الله تعالی د اولياوو له مجربو نسخو او تجربو څخه استفاده شوې ده. څوک چې غواړي چې الله ته لار پيدا کړي، دغه کتاب يې تر ټولو بهتر، اسان او عملي لارښود دی.

د کتاب ژباړې ته مې هغه وخت اراده وکړه، چې زما کشر ورور، فيصل جلالي، دغه کتاب راته له اسلام آباد څخه راوړ. هغه ما ته په لسګونو کتابونه راوړي وو، خو دغه کتاب تر ټولو زما توجه ډېره جلب کړه، ما کتاب ولوست، لا ډېر مې خوښ شو او فکر مې وکړ چې که يې وژباړم، ډېر لار ورکي او د حق پلټونکي به ترې ګټه پورته کړي.»

د دغه کتاب لوستل د هغه چا لپاره ډېر ضروري دي، چې بې ځایه اندېښنو او وسوسو په سر اخیستي وي، بې دلیله یې زړه پتنګ وي، سره له دې چې الله تعالی ښه ژوند ورکړی وي، ښه کورنۍ، ښه اولادونه، ښه موقف، ښه مېرمن لري؛ خو بیا هم دی خپه دی، ځوريږي، دا دنیا ورته تنګه او بدرنګه ده، نه پوهېږي چې ولې او څه ته خپه دی.

د کتاب لیکوال لوی متصوف مولانا حافظ ذوالفقاراحمد نقشبندي مجددي دی چې دغه اثر یې په ډېره مینه څېړلی او لیکلی. د کتاب پښتو ژباړن ښاغلی زاهد جلالي دی چې تر دې د مخه یې په پښتو ژبه یو لړ د مسلک اړوند مقالې او اثار هم لیکلي دي.د یاد کتاب لومړی پښتو چاپ په ۲۰۲۱م کال کې ترسره شو او اوس تازه یې د اکسوس لخوا درېیم چاپ هم چاپ او بازار ته وړاندې شو.کتاب 276مخونه، د ژباړن او لیکوال سریزې او ټول کتاب په ۲۵ برخو کې تنظیم شوی دی