سرطان 15, 1402 11:19 Asia/Kabul
  • د شتمن پلار نېستمن پلار کتاب لنډه معرفي

د اقتصادي بريا او ځواکمنتيا مينه والو ته ! د يو خوشحاله، خودکفا او له نعمتونو ډک ژوند دپاره اقتصادي يا مالي ازادي لازمي ده، داسي يو ژوند چي په مالي برخه کي د هيچا پوري تړاو ونلرو، خپل جيب او خزانه مو ډکه وي او د صدقي او خيريه کارونو کي د لګولو اختيار

شتمن پلار نېستمن پلار د #رابرټ کیوساکي پنځول شوی اثر دی. شتمن پلار او نېستمن پلار؛ ځوان لیکوال او ژباړن #میراحمد یاد په ډېره ساده او روانه ژبه پښتو ژبې ته ژباړلی دی، د #اکسوس خپرندویه ټولنه یې د کتاب مینوالو او لوستوونکو ته په پښتنه مینه وړاندې کوي. د دې کتاب محتوا او منځپانګه په ټوله کې په دې را څرخي، چې موږ څنګه خپله مالي پوهه لوړه کړو ترڅو د ورځني ژوند له کوچنیو او لویو ستونزو سره مخ نشو/ ځان خلاص ترې کړو!؟ کتاب موږ ته هغه لارې چارې را ښيي چې موږ سره د مالي ستونزو په حل کې مرسته کولی شي. _ شتمن پلار او نېستمن پلار؛ دوه هغه مختلف فکرونه او نظرونه دي، چې موږ ته د مالي پوهې او مالي نبوغ په باب درسونه راکوي، چې دغه درسونه د ټولنې د هر کس لپاره ډېر مهم او ګټور دي. د بېلګې په توګه: ( نېستمن پلار: ښه درس ووایه چې په ښه شرکت کې دنده پیدا کړې. شتمن پلار: ښه درس ووایه چې د اخیستو لپاره ښه شرکت پیدا کړې. ) _ تاسو به ډېر خلک لیدلي وي، چې ښې زده کړې به یې کړې وي، په لوړ معاش او په ښه موقف به دندې ترسره کوي، خو بیا به هم له ډېرو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. د یوې میاشتې معاش به یې د میاشتې تر پایه پورې نه رسېږي، پوروړی به وي، وده به نه کوي او په همدې ډول له ډېرو مالي، اقتصادي او ذهني فشارونو سره به مخ وي. پوهېږئ د دغو کسانو ستونزې څه دي؟ د مالي پوهې او نبوغ نلرل، یوازې د پیسو لپاره کار کول، پر خپل ځان او وړتیا د پیسو نه مصرفول، د زده کړو نه کول ... . _ تاسو به ډېر داسې خلک پېژنئ، چې کله خپل معاش واخلي نو تر هر څه دې مخه لومړی پرې خپل پورونه پرې کوي چې کله له دې وزګار شي، نو ګوري چې ده ته هېڅ پیسې نه دي پاتې. شتمن پلار او نېستمن پلار وایې، چې لومړی ځان ته پیسې جلا کړئ او وروسته بیا پرې خپل پورونه پرې کړئ. _ نن سبا ډېری خلک پانګوونې نه کوي، د اړتیا د پوره کولو لپاره یوازې د پور په باب فکر کوو، دا خبره د لنډ مهال لپاره ښه ده، خو وروسته بیا ستونزې جوړوي. د پانګونې په ارزښت او اهمیت مو پوهوي. _ مالي پوهه چې نه وي زیاتره وخت هڅه کوو، چې په مروجو اصولو ژوند برابر کړو، لکه ډېر کار کول، پور اخیستل یا له اړتیا زیاته مالیه ورکول. _ ډېری خلک دندې د پیسو ګټلو لپاره کوي/ پیسو ته کار کوي، خو د دې کتاب په لوستلو سره به پوه شئ، چې د پیسو پر ځای باید زده کړو ته کار وکړو؛ مانا دا چې څومره کولی شئ کسبونه او مسلکونه زده کړئ او تل زده کوونکي واوسئ. _ د کتاب په لوستلو به موږ تر یوه حده له مالي پوهې د سمې ګټې اخیستنې پر ګټو پوه شوو. _ په دې به پوه شوو چې موږ تل باید د زده کړې په حال کې واوسو، هېڅکله هم د یوه کار د پيل لپاره ناوخته نه ده. _ د مالي پوهې او نبوغ په ارزښت، اهمیت او کټو به پوه شئ او هغو خلکو چې په خپل ژوند کې پلې کړې، د ژوند په ډول به یې خبر شئ. _ د نور خلکو په کارونو کې د بې ځایه لاس وهنې پر ځای خپلو کارونه سره کار لرل او ورته پام کول به زده کړئ. _ پیسو ته کار مه کوئ، زده کړو ته کار وکړئ؛ دا مفکوره به راکړي، چې موږ تل باید د ځان جوړولو په هڅه کې واوسو. پیسې به کله وي او کله به نه وي، خو هغه شی چې زموږ لپاره پیسې ګټلی شي، هغه زموږ ذهن، شته استعدادونه، کسبونه ... به تل زموږ سره وي. که غواړئ چې په دې او دې ته ورته نورو ګټورو موضوعاتو ځانونه خبر کړئ او تر یوه حده د پیسو په سم مصرف باندې پوه شئ، نو شتمن پلار او نېستمن پلار کتاب حتمن وپېرئ. #په پای کې ډېره زیاته مننه کوم، د ځوان او تکړه لیکوال او ژباړن #میراحمد یاد څخه چې تل یې د پښتنې ټولنې لپاره ډېر ګټور او مهم کتابونه پښتو ژبې ته ژباړلي دي، کور یې دې ودان وي، علم او پوهه یې دې لا ډېره شي او قلم یې دې تل روان او تاند وي. #ځای لري چې د #اکسوس خپرندویې ټولنې څخه هم مننه وکړو، چې تل یې د پښتنې ټولنې د را ویښولو او د دوی د پرمختګ لپاره ډېر ګټور کتابونه د چاپ په ګاڼه سمبال کړي. خپلې خبرې به په دې سره راټولې کړم چې: #تل دې وي سوله په ټوله نړۍ کې، سره یو شئ دا مو شعار دی!!!