ماشومان څنګه له کتاب لوستنې سره عادت کړو؟
ژباړه: حامد حقمل
ماشومان د کور او چاپیریال ګلونه دي، په کوم چاپيریال کې چې ګل نه وي نو هغه چاپیریال بې خوند پیکه او سپیره ښکاري، ماشوم هم ګل ته ورته په کوم کور چې ماشوم نه وي هغه کور داسې یو ډول پیکه او بې غږه سپیره ښکاري په هغه کور او چاپیریال کې چوپه چوپتیا وي له خوښیو څخه خالي ښکارکاري.
ماشوم د خدای ج یو ستر نعمت دی، هغه نعمت دی چې د دې نعمت په قدر هغه کورنۍ پوهېږي چې هغه کور کې ماشوم نه وي. ماشوم دونیا ته چې راځي لکه سپینه پاڼه هېڅ نه وي پکې زړه ستا هر څه چې پرې لیکې پرې لیکلی یې شې.
د مور غېږه د ماشوم د ښوونځي لومړی ټولګی دی! رسول الله ص فرمايي: که پلار اولادونو ته ډالۍ ورکوي ، ښوونه او روزنه یې تر ټولو غوره ډالۍ ده.
ماشومان ډېر څه له چاپېریال څخه زده کوي، تر هر چا لومړی دې مور او پلار د ماشومانو روزنې ته پاملرنه وکړي او دا روزنه یې پر دوی فرض ده. د ماشومانو ښه روزنه زښته زیاتې ګټې لري، د مور او پلار د نیک نامۍ سبب ګرځي، د اولاد ښه روزنه او ښوونه د هغوی له مړینې وروسته د صدقه جاریه په کتار کې راځي. برعکس ددې د ټولنې په زیان تمامېږي، مور او پلار ته په کار ده تر هرڅه وړاندې د ماشوم ښې روزنې ته پام وکړي او هغوي ته د ښې ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي. د ماشوم په روزنه کې دې له ماشوم سره ښه چلند، مینه او مهربانۍ ته لومړیتوب ورکړل شي، په ماشومانو ذهني فشار راوړل ماشومان له نفسي فشار سره مخ کوي، له ماشومانو سره دې د هغوي له خوښۍ سره سم مثبت لوبې وشي، لوبې او ساعت تیري د ماشومانو په ژوند مثبت اغېز کوي، د لوبو په وخت ماشوم ډیرې تجربې عملي ترسره کوي، زده کوي او د پیاوړتیا هیله ورسره پیدا کوي. ماشومانو ته دې په ډېر ې مهربانۍ سره د لویانو سره ناسته، ولاړه، خبرې کول، سلام اچول، کار کول او لویانو ته احترام کول ور زده کړل شي. والدین دې د ماشوم خبرو ته غوږ ونیسي تر څو ماشوم د والدینو سره سره د خبرو کولو په طریقه او اصولو و پوهېږي، د هغوي خبرې وڅاري، ومني او عملي یي کړي. له ماشوم څخه د کوم کارکولو وروسته دې ماشوم و ستایل شي له دې سره ماشوم هر ځل په ډیره اسانۍ سره د لویانو خبرې منلی شي.
د ماشوم پالنې په وخت دې والدین خپلې غلطۍ کنترول کړي، ماشومان تر لویانو هوښیار وي کیدای شي ستاسو له غلطیو څخه ماشومان ګټه پورته کړي، د ماشوم تر مخ په چا پسې خبرې کول، ښکنځلې کول که څه هم د اسلام له نظره دا یو ناوړه کار دی خو د ماشومانو تر مخ دې بلکل دا کړنې نه ترسره کوي داسې کړنې نه دا چې ماشوم ته ښه روزنه ورکوي بلکې ماشوم په بدو کړنو اموخته کوي.
د نن ورځي مور او پلار ته دا مهمه ده چې ماشوم له کتاب لوستلو سره آشنا کړي ”یو انسان هر کله دوکه درکولای شي مګر کتاب همیشه ښه لارښوونه کوي. که چیرې په ماشوم کې د مطالعې او کتاب لوستنې عادتونه پیدا شي ماشوم پخپله د ښو او بدو توپیر درک کوي ، ماشومان کتاب لوستنې ته را وبولئ تر ډیرو نصحیتونو یواځې او یواځې یوه جمله ” لږ نور سبق ووایاست “ بهتره ده.