جوزا 31, 1402 13:58 Asia/Kabul
  • د زده کوونکو  په زده کړو کې اصلي خنډونه او حللارې یې

لیکنه: حامد حقمل

موږ په ښوونځيو او پوهنتونونو کې ډيری زده کوونکي/ زده کړیالان وینو چې له خپلو زده کړو خوښ نه دي، که چیرته دغه زده کوونکي/ زده کړیالان خپلې لارې ته تغیر ورنکړي او همداسې ناخوښ پاتې شي، کېداي د ژوند په هره برخه کې همداسې لټ او ناکام پاتې شي.

په داسې حال کې چې د د زده کوونکو او زده کړیلانو لپاره همدې ښوونځي/ پوهنتون دوران د دوی د شخصیت د جوړنې بنسټيز وخت دی، که چیرته خدای مکړه دوی په همدې وخت همداسې بې غوره شي، نو ډير امکان لري چې ژوند له ګواښ او خطر سره مخ شي.

لاندې عبارتونه مو چې راوړي که چیرته هغه ته مو پام ونکړئ، کېداشي د زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره په درسونو کې ستر خنډونه رامنځ ته شي.

۱ ـ د خپلو موخو نه درلودل:

یو شمېر زده کوونکي او زده کړیالان موږ وینو چې خپلو زده کړو ته پام نه کوي، دا لاره ترې ورکه وي چې کله هم ښوونځي یا پوهنتون ته ځي ورته روښانه نه وي چې نن په ټولګي کې کوم کتابونه راته تدریسوي؟ موخه مو له درس ویلو څه ده؟ ولې ځم؟ د درس ویلو ګټې څه دي؟

که تاسو غواړئ چې په درسونو کې مو پرمختګ وکړئ، نو ځان لپاره مو مشخص اهداف وټاکئ دغه اهداف مو د یادښت په کتابچه کې ولیکئ، ځکه د موخو معلومول یا که په بل ډول ووایم داهدافو ټاکل تاسو سره مرسته کوي او لا مو خپلو درسونو په وړاندې هڅوي چې پرمختګ وکړئ.

۲ ـ له ناوړه او احمق کسانو سره ناسته:

زموږ ټولنه له بده مرغه باید ووایم چې ډيری کسان یې بېسواده دي او عامه پوهاوی یې خورا کم دی، نو زموږ د همدې ټولنې ډيری زده کوونکي او زده کړیالان له داسې کسانو سره ناسته پاسته وي چې هغه سره ناسته اصلا لازمه نه ده، که تاسو غواړئ چې خپلو درسو کې پرمختګ وکړئ او د پرمختګ سره سره لا ښې لاسته راوړنې ولرئ، نو له ناوړه کسانو سره ناسته مه کوئ.
په ياد ولرى، که تاسو د بدو خلکو پر ځاى له ښو خلکو سره ناسته او ولاړه وکړئ؛ دا په ډاډ سره وايم چې ستاسو راتلونکى به روښانه وي، ځکه د ښو خويونو خاوندان تاسو ته ښه لاره ښي او د ښې لارې ترڅنګ، نه مو پرېږدي چې تاسې ناوړه کارونه وکړئ.

۳ـ د وخت په ارزښت نه پوهېدل :

ډیری زده کوونکي/ زده کړیالان په ښوونځیو/ پوهنتونونو کې د وخت په ارزښت نه پوهېږي. پوهان وايي(( وخت سره زر دی.))

خو زه بیا وایم چې سره زر پیدا کېږي خو وخت چې یو ځل تیر شي بیا نه پيدا کېږي.

وخت یو داسې شتمني ده، که چیرې په سمه توګه ونه کارول شي، له منځه ځي؛ کله کله وخت نه سمه ګټه نه اخیستنه زده کوونکي په خپلو درسونو کې وروسته پاتې کوي.

۴ـ پرلپسې درسونه نه ويل:

تر زياته حده د زده کوونکو او زده کړيالانو د زده کړو د کمزورى دليل دا کېداى شي، چې دوى تېر درسونه په سمه توګه نه وايي، حال دا چې زده کوونکو ته د تېر درس په نه ويلو سره زياتې ستونزې را ولاړېږي، ځکه تېر درس د راتلونکي درس بنسټ جوړوي.
همدارنګه که تېر درسونه تکرار نه شي؛ کېداى شي په راتلونکو درسونو کې زده کوونکو او زده کړيالانو لپاره زيات خنډونه پيدا شي.

۵ ـ د درسونو په ويلو کې لټي ( ټمبلي ) کول:

لټي يوه ناوړه ناروغي ده، چې په افغانستان کې په دې ناروغى زيات شمېر کسان اخته دي؛ له بده مرغه چې د دغو کسانو له ډلې څخه زياته برخه، زده کوونکي او زده کړيالان دي.
همدارنګه هغه زده کوونکي او زده کړيالان چې په خپلو درسونو کې د تنبلى احساس کوي.
حال دا چې د تنبلى له امله زده کوونکي نشي کولاى خپلو درسو کې بريالي شي؛ بلکې د دې امکان شته چې راتلوونکي درسونه به يې هم ستونزمن وي.

۵ـ د درس ويلو لپاره منظم مهال ويش نه درلودل:

په مکاتبو او پوهنتونونو کې مونږ زيات شمېر بريالي زده کوونکي وينو، چې د درسونو لپاره ډېر ښه منظم پلان لري او خپل ورځني درسونه د پلان مطابق وايي، هم دا دليل ده چې بريالي زده کوونکي خپلو درسو کې ښې لاسته راوړنې لري.

خو د دې برعکس ناکام زده کوونکي د خپلو درسونو لپاره ورځنى پلان نه لري او په دې هم نه پوهيږي چې خپله کورنۍ دنده او روزانه درسونه څه وخت او څنګه ووايي؟

د ورځنيو درسونو په وړاندې منظم پلان درلودل له تاسو سره مرسته کوي او لا مو د درسونو په وړاندې پياوړي کوي.