حوت 27, 1401 08:57 Asia/Kabul
  •  مطالعه او ګټې يې

مطالعه څه شی ده؟ ګټوره مطالعه کومه ده؟ له کومې لارې کولای شو ښه زده کړه وکړو؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې تل د یوه ښوونکي او زده کوونکي په ذهن کې څپې وهي. په دې لیکنه کې په دې در سره خبرې کوو، چې ګټوره مطالعه څه ده، تر څو وکولای شو په وسیله یې خپله پوه لوړه کړو. او دغه راز وکولای شو په ښه او دقیق ډول خپل زده کړي نورو کسانو ته ورسو.

پر يو شي خبرېدلو او يا د کتاب په دقت سره وېلو ته مطالعه وايي. مطالعه، چې په انګرېزي ژبه کې ورته study  وایي مانا يې د تحصیل او درس ویل دي.مطالعه د انسان معلومات زياتوي او د هغه د خبرو کولو مهارت پياوړی کوي. مطالعه د هر انسان لپاره ډېره مهمه او ارزښتناکه ده، دا مطالعه ده چې انسان له نړۍ څخه خبروي، له خپل دين او ديني اصولو څخه يې خبروي او دې ته ورته نورې اړینې ګټې لري، چې انسان ورته په خپل ژوند کې اړتیا لري. مطالعه د انسان شخصيت جوړوي، هرڅه، چې غواړئ په کتاب کې یې تر لاسه کولای شئ. پوهان وايي چې ترټولو ښه ملګرى کتاب دى.له هر کار کولو مخکې د هغه کار په موخه باندې باید ځان پوه کړو، چې دا هرڅه یوازې د مطالعې په کولو تر لاسه کولای شو.د برياليتوب د لاسته راوړلو لپاره يوه  غوره لار د تېرو شوو سترو شخصيتونو ژوند ليکونه  مطالعه کول دي. تر څو  پورې چې انسان د  تېرو شوو عالمانو، پوهانو، برياليو کسانو ژوند ليکونه مطالعه نه کړي، د هغو په شان هلې ځلې ونه کړي، د  هغو کړنلار  غوره  نه کړي او د هغو په شان خپل  ژوند د پلان سره سم تنظم نه کړي، پرمختګ نه شي کولاى. هر انسان تجربې او مثبت تقليد ته اړتيا لري او د تېرو  برياليو کسانو ژوند ليکونه مطالعه کول، د انسان سره ډېره مرسته کوي.ښوونه او روزنه له ماشومتوبه په یوه کورنۍ کې پیلېږي او بیا د لوړو زده کړو تر کچې همدا مرحله دوام مومي. مور او پلار باید خپل ماشومان د ژوند له پیل سره سم له مطالعې سره اشنا کړي، همدارنګه په وړکتونونو، ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو کې باید ماشوم ته د کتاب او مطالعې د ارزښت په اړه يوه څه وویل شي، څو ماشوم کتاب او مطالعې ته تشویق شي. انځوریزې او غږیزې رسنۍ باید په دې برخه کي ډېره مرسته وکړي او اغېزه يې پر ماشوم ډېره زیاته ده. هر مطالعه باید یو مشخصه او ځانګړې موخه ولري په یوه هدف پسې د پلټنې په موخه باید تر سره شي ماشوم باید بېرون ویستل شي له بېلابېلو ټولنیزو څېزونه سره آشنا شي او په کومه برخه کې، چي ورته پوښتنه پیدا کېږي باید د والدینو له خوا په نېغ ډول ورته حل نشي د کتاب ماخذ دې ورکړي، چي ته کولای شې د دې پوښتنې ځواب په دې کتاب کې ومومې کله چې ماشوم هغه کتاب را اخلي او لولي يې مطالعه يې مشخصه او هدفمندانه شوه  په دې ډول ماشوم یو څېړونکی جوړېږي او د تل لپاره به د هري ستونزې د حل په موخه کتاب ته پناه وړي.موږ مسلمانانو ته ښايي چې تر ټولو  لومړى د رسول الله صلي الله عليه وسلم  سيرت مطالعه کړو او په خپل ژوند کې د هغه کړنلار غوره کړو. ځکه هغه مبارک هر څه د لوى څښتن تعالى د وحې سره سم ترسره کول او د قرآن کريم لومړى مفسير وو.د اسلام مبارک دین پر علم او پوهه ولاړ دی  په قران عظیم الشان کې په روښانه د مطالعې او کتاب لوستني په اړه ډېر بحثونه راغلي دي او مطالعه يې د یوه عالم او پوه لپاره لازمه ګڼلې ده او ټول انسانان يې ورته تشویق کړي. په دې لویه او ښکلې نړۍ کي کتاب او مطالعه د یوې ځانګړې ډلې کار نه دی بلکې هر انسان ته الله پاک د دې توان، طاقت او وړتیا ورکړې، چې زده کړه وکړي او کتاب لوستل خپل متداوم عادت ورګرځوي. د ټولو انسانانو دا یو انساني او علمي دنده ده، چي د مطالعې فرهنګ په خپله تولنه کي دود کړي. د کتاب او مطالعې د ارزښت په اړه ډېر څه شته، د نړۍ د پوهانو تر منځ د دې علمي او فرهنګي دود په اړه بېلابېل علمي نظریات دي، که څه هم نړۍ بې ساری پرمختګ کړی، برېښنايي کتابونه او نور بېلابېل لیکنیزفورمونه او پرمختګونه منځ ته راغلي خو کاغذي کتاب له خپلې رنګينې پوښتۍ او له ښکلو علمي پاڼو څخه ډک ارزښت ساتلی دی.