حوت 27, 1401 08:52 Asia/Kabul
  • مطالعه څه شی ده او په څه ډول باید پر مخ یووړل شي؟

مطالعه د یو شي د مشاهده کولو او دقیق پیژندلو په مانا ده، هر انسان په خپل ژوند کې د خپلې فطري او طبیعي وړتیا سره ـ سره بیا هم مطالعې او کتنې ته ضرورت لري.

مطالعه سړی په خبرو راولي ، سړي ته د ښو خبرو کولو او د خبرو کولو ښه مهارت ور په برخه کوي،انسان ته د ژوند په هر ډګر کې د ښه او موثر فعالیت کولو طاقت او استعداد ورکوي .

تاسو به په کور او کلي کې ډیر داسې کسان لیدلي وي چې دوی خبرې نه شي کولای او ډیری وخت آن د ډیرو عادي خلکو سره د خبرو کولو لپاره څه نه لري چې کیدای شي یو علت یې هم د یوې ښې او موثرې مطالعې نه کول وي که چیرته یوه ښه او دوامداره بامفهومه مطالعه سرته ورسوي کیدای شي د ځان او د نورو لپاره ډیر په زړه پورې یو څه ووایي.

هر څوک باید د خپلې وړتیا د پیدا کولو، زیاتولو او د لا زیاتولو په منظور په ورځ کې اقلا یو نیم ساعت او یا زیاته آن څو ساعته مطالعه په دوامداره توګه وکړي ، په مطالعه کې دا خبره ډیره ضرورو ده چې باید هر وخت په مسلسل ډول وشي اګر که د کم وخت لپاره هم وي.

زموږ اوتاسو یوه تیروتنه دا ده چې په یو وار ، ډیره ، د زړه په زور مطالعه کوو او بیا نو د یو څو ورځو لپاره د کتاب مخ هم نه ګورو؛ تردې چې په معنوي لحاظ زموږ او د کتاب په مابین کې یوه څرګنده فاصله پیدا شي او بیا چې کله کتاب ته رجوع کوو نو زموږ مطالعه جبري بڼه غوره کوي ، چې بیا زموږ د کتاب څخه د زده کولو او اخذ کولو درک هم ټاکنی وي.

د مطالعې د جاري کولو لپاره تر ټولو ښه او موثره طریقه داده چې، یو کتاب یو ځل نه بلکې ؛ څو ځله په پر له پسې توګه مطالعه کړل شي چې په دې سره به هغه ذهني خسته ګي لرې او د مطالعې لپاره به یو خوند ستا په روح کې را وټوکیږي ، چې بیا به تاسو هیڅکله هم د مطالعې په وړاندې ننګونې او موانع حس نه کړئ او دا به ستاسو یو عادت شي تر څو کتاب را واخلئ او مطالعه وکړئ.

کوښښ وکړئ چې هر وزګار وخت کې د ځان سره یو کتاب ولرئ او بیا یې په مناسب وخت کې راواخلئ او په خوند ـ خوند یې مطالعه کړئ، دا به دیوې خوا ستاسو د ژوند ستړیا ورکه او بل خوا به ستاسو د معلوماتو زیرمه لا غني شوي وي او د مطالعې په ډګر کې به ډیر قوي شوي وئ.

فکر کوم دا به ډیره ضرورهم نه وي چې تاسو د خپلې روزمره مطالعې لپاره کوم خاص وخت او یا کوم خاص ځای ولرئ بلکې ؛ هر وخت او هر ځای چې فرصت پیدا کړئ کولای شئ خپل په لاس کې کتاب او یا لیکنه مطالعه کړئ او خپل د مطالعې بهیر تاند وساتئ.

یو چا ویل چې په امریکا او غربي پرمختللو ملکونو کې د مطالعې لپاره د مطالعه کوونکو له خوا خاص او ځانګړی وخت په نظرکې نه نېول کیږي، خو کله چې دوی د کتاب د مطالعې لپاره وخت پیدا کړي نو دوی کتاب را اخلي او په دې توګه خپله مطالعه پر مخ بیایي.

نو په لنډ ویلی شو چې مطالعه د ذهنونو او فکرونونو جوړوونکې او د انساني پرمختګ لومړنۍ لار ده، که چېرته غواړئ چې په مادی او معنوي لحاظ پرمختګ وکړئ نو مطالعه وکړئ او کوښښ وکړئ هر نوی کتاب مطالعه کړئ او مخکني کتابونه په مروري ډول مطالعه کړئ.