حوت 13, 1401 08:39 Asia/Kabul
  • « تغذیه او روغتیا» کتاب چاپ شو

د تغذیه او روغتیا په نوم د طبي کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه.

دغه اثر د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي د وقایوي او اجتماعي څانګي غړي ډاکټر محمد هارون  له ‍پوهیالي رتبې څخه د پوهنیارۍ علمي رتبې ته د لوړتیا په موخه ژباړلی.

د طب محصلانو د دغه کتاب په ژباړې او چاپ خوښي ښودلې او د پوهنتون له نورو استادانو یې غوښتي، چې پښتو طبي کتابونه یا ولیکي او یا له نورو ژبو یې وژباړي.

په وروستیو کې پښتو ته د بېلابېلو مسلکونو د کتابونو د ژباړې لړۍ چټکه شوې وه، خو د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د کتابونو د چاپ لړۍ بیرته ټکنۍ شوې ده.