حوت 03, 1401 08:23 Asia/Kabul
  • بریالی کېدای شم کتاب چاپ شو

که لږ پام وکړو، پوه به شو چې زموږ د هر یوه ژوند له ځینو داسې پېښو او کیسو ډک دی چې هېڅکله به هېرې نه شي. هغه شېبې چې موږ د یوه کار د ترسره کولو توان درلود خو ترسره مو نه کړ، هغه شېبې چې موږ یو څه غوښتل خو لاسته مو را نه وړل، هغه شېبې چې باید پر یوه موضوع پوه شوي وای خو هغه شېبه پرې پوه نه شوو، هغه تصمیمونه چې باید نیولي مو وای خو د یادو تصمیمونو د نیولو لپاره مو لوی زړه نه درلود او (نه شم کولای) کلمې زموږ د ژوند یوازینۍ پېژندل شوې او ارزښت لرونکې کلمې وې.

په دې کتاب کې تاسو کولای شئ ډېر شمېر هغه (کولای شم) ولولئ چې مخکې مو په خپل زړه او ذهن کې درلودل څو پر مټ یې د پرمختګ او پوهېدلو لپاره له خنډونو او لوړو ژورو یوه تشه لاره جوړه کړو؛ خو جرئت او وړتیا مو یې نه درلوده.موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې هره شېبه د بدلون په حال کې ده. دا چې څه ډول له دغه بدلونونو سره ځان عیار کړو، زموږ په خپل لاس کې دي. له یوه لوی بحر څخه د تېرېدو لپاره باید د هغه د اوبو وچېدو ته په تمه نه شو؛ بلکې داسې لاره او چاره باید وسنجوو چې وکولای شو له بحر څخه تېر شو.په ژوند کې پرله پسې ماتې، لوړې ژورې، د اړتیاوو او هیلو نه پوره کېدل، پر ځان باندې د باور نه درلودل، نا مناسبه دنده، د ټولنې له ستونزو سره تحصیلي رشتې نا مناسب والی او ګڼ شمېر نورې ستونزې او ناخوالې هغه عوامل دي چې د یو شخص لپاره د دروني ځور، غم او لسګونه نورو ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي. هغه کسان چې ډېر کله نور خلک د خپلو ماتو لامل بولي، معمولاً هغه کسان دي چې د بریالیتوب د لارې پیدا کول ورته ډېر سخت او ان ناشوني ښکاري. په دې کتاب کې دې او دې ته ورته نورو ډېرو ستونزو ته د حل ډېرې معقولې لارې چارې وړاندې شوې دي. کتاب د هېواد په رسمي ژبو پښتو دري باندې د پیاوړي او هڅاند ځوان ښاغلي محمد نعیم عطارد لخوا لیکل شوی او په ښکلي صحافت چاپ شوی دی.