-
لوګر ولایت کې د ۴۰ سوکیو کوشین کراتې ورزشکارانو له خوا نندارې ترسره شوې
حوت 17, 1401 07:20د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ په زاهد آباد سیمه کې د دوه کلپونو ۴۰ ورزشکارانو له لوري د سوکیو کوشین کاراتې نندارې ترسره شوې.
-
د کندز په ابدان دښته کې د کورش ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې
حوت 17, 1401 07:17د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست او د کورش فدراسیون په همغږي د مرکز او ولسواليو ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کندز په ابدان دښته کې د کورش سیالۍ او نندارې د يوې ورځې لپاره ترسره شوې.
-
کرکټ؛ بنګله دېش په درېیمه سیالۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه
حوت 16, 1401 06:29د بنګله دېش په چټوګرام ښار کې انګلستان د یو ورځنیو لوبو په پیل شوې لوبلړۍ کې وروستۍ لوبه بنګله دېش ته په ۵۰ منډو وبایلله، خو لوبلړۍ یې ۲ د ۱ پر وړاندې وګټله.
-
کوېټه اوس څنګه کولی شي د پلی آف پړاو ته لاره پیدا کړي؟
حوت 15, 1401 08:09په 6 لوبو کې ماتې: کویټه اوس څنګه کولی شي د پلی آف پړاو ته لاره پیدا کړي؟
-
کندز کې د سوکوهنې سیالیو یوولسم پړاو ترسره شو
حوت 15, 1401 07:41په کندز کې د سوکوهنې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي سیالیو د یوولسم پړاو اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه. دا سيالۍ چې د سوکوهنې ملي لوبډلي ته د لوبغاړو د غوراوي په هدف د ۲۵ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې، اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه.
-
پيایسایل؛ فضلحق فاروقي د غوره لوبغاړي جایزه وګټله
حوت 15, 1401 07:33د پاکستان غوره لیګ یا پيایسایل په ۲۱مه لوبه کې چې د یکشنبې په ماښام د مارچ په ۵مه نېټه ترسره شوه، افغان چټک توپ اچونکي فضلحق فاروقي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله. «عکس له زېرمتون څخه»
-
فوټبال؛ لېورپول د مانچسټر یونایټیډ پر پیاوړې لوبډلې ۷ ګولونه ووهل
حوت 15, 1401 07:31د انګلستان فوټبال پریمیر لیګ په یوې سیالۍ کې د لېورپول فوټبال کلب مانچسټر یونایټیډ ته ۷-۰ ماتې ورکړه.
-
د کابل حضوري چمن رغول کیږي
حوت 15, 1401 07:26د بدني روزنې او سپورت ریاست د کابل د حضوري چمن د ورزشي او تفریحي سیمې د بیارغونې او ابادۍ چارو د ژر پیلېدو خبر ورکوي.
-
افغانستان د کراټې سبک په اووم پړاو نړیوالو سیالیو کې درېیم ځآی خپل کړ
حوت 15, 1401 07:24افغانستان د سو کیوکوشین کراټې سبک په اووم پړاو نړیوالو سیالیو کې درېیم ځای خپل کړ.
-
پکتیکا کې د فوټبال او والیبال سیالۍ پيل شوې
حوت 13, 1401 07:41دوشنبه، د حوت ۸ ، د پکتیکا د بدني روزنې او ورزش آمریت او د پیرکوتي ځوانانو له خوا د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.