-
هلمند الکوزي کاناډايي سیال ته ماتې ورکړه
حوت 13, 1401 07:38دوشنیه، د حوت ۸ مه، په کاناډا کې مېشت افغان بوکسر هلمند الکوزي تېره شپه د کاناډا یوه تکړه بوکسر کودي کیلي ته په اتم راونډ کې ماتې ورکړه.
-
ورزش څنګه د دماغ په کار کولو کې مرسته کوي؟
حوت 13, 1401 07:34په دې کې شک نشته چې ورزش زموږ د روغتیا لپاره ښه دی.د ان ډي ټي وي د راپور له مخې، ډیری خلک د مختلفو دلایلو لپاره تمرین کوي لکه د زړه د ناروغۍ، چاغښت، شکر ناروغۍ او سټروک د خطرونو د مخنیوي لپاره، په داسې حال کې چې ډیر شمیر خلک د وزن کمولو لپاره هم تمرین کوي.خو ډیر لږ خلک شته چې د خپل دماغي یا ذهني ځواک د لوړولو لپاره تمرین هم کوي.راځئ چې پوه شو چې څنګه تمرین زموږ د دماغ ظرفیت لوړوي.
-
پکتیکا کې د سنوکر سیالۍ پای ته ورسیدې
حوت 13, 1401 07:28جمعه، د کب ۱۲ ، د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د ښکلا سنوکر کلپ ادارې لخوا د “۳۶” لوبغاړو ترمنځ د ” امن” په نوم د سنوکر سیالۍ چې اته ورځې وړاندې پیل شوې وې پای ته ورسیدې.
-
میدان وردګ کې د جمناستیک ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوي
حوت 13, 1401 07:26جمعه، د کب ۱۲، د میدان وردګ ولایت په کوربتوب د جمناستيک ملي لوبډلې د غوراوي درېيم پړاو سیالۍ روانې دي.
-
والیبال ملي لوبډله له څو بریاوو وروسته کابل ته ستنه شوه
حوت 13, 1401 07:23پنجشنبه، د حوت ۱۱ ، د افغانستان د والیبال ملي لوبډله، چې د فبرورۍ په ۲۰ مه د والیبال په سیالیو کې د ګډون په موخه مالدیف هېواد ته تللې وه، پرون د دغو سیالیو له پای ته رسېدو او پرله پسې بریاوو وروسته هېواد ته راستنه شوه.
-
روسیه کې د سکي افغان ورزشکارانو خپلې سیالۍ پیل کړې
حوت 13, 1401 07:21( چار شنبه، د حوت ۱۰ ) افغان ورزشکارانو د روسیې په کوزباس ایالت کې د اسیا د ماشومانو لپاره په جوړو سکي سیالیو کې خپلې لومړنۍ سیالۍ ترسره کړې.
-
خپل قد څنګه لوړولی شو؟
حوت 13, 1401 07:18هغه کسان چې متوسط یا هم ټیټ قد لري، نو تل یې هیله دا وي چې خپل قد لوړ کړي. عموماً د هغو کسانو، چې قد یې لوړ وي، په خپل نفس زیات اعتماد لري. وي.
-
اسټرالیا د هند په ماتولو د ټېسټ اتلولۍ پایلوبې ته ورسېده
حوت 13, 1401 06:41د هند په ایندور ښار کې د مارچ په لومړۍ نېټه پیل شوې ټیسټ سیالي په درېیمه ورځ پایلې ته ورسېده چې، اسټرالیا خپل کوربه ته په ۹وېکټو ماتې ورکړه او په دې سره یې د ټیسټ اتلولۍ پایلوبې ته لار پیدا کړه.
-
کرېکټ؛ د دولسو ولایتونو ترمنځ لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
حوت 13, 1401 06:36د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې له لوري د روان ۲۰۲۳ ز کال لومړۍ درجه(ګریډون) ولایتي سیالۍ پیل شوې.
-
افغان سوک وهونکی محمد ذکريا زماني د اسيا د اتلولۍ پر کمربند لوبه لري
حوت 13, 1401 06:29افغان سوک وهونکی/بوکسر محمد ذکریا زماني د اسیا د WBA د اتلولۍ پر کمربند لوبه لري. دی به سبا سهار د WBA له اوسني اتل تیرا کرام سره مخ شي چې د ټایلند په کچه لومړی او په نړۍ کې ۷۷يم ځای لري. ټایلندی لوبغاړی ۴۶ بریاوې او یوه ماته لري. افغان سوک وهونکی بیا پنځه بریاوې او یوه ماته لري چې، هغه یې له خپل اوسني سیاله په مخکینیو سیالیو کې لیدلې وه.