-
د بنګلهدېش پر وړاندې سیالیو ته لوبډله اعلان شوه
حوت 18, 1401 06:08د افغانستان کرکټ بورډ د بنګلهدېش پر وړاندې څلور ورځنۍ او له سریلانکا او بنګلهدېش سره راتلونکي درې اړخیزو لوبلړیو لپاره د ۱۹ کلنو لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
-
حمید حسن د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکل شوی
حوت 18, 1401 06:04د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی حمید حسن د همدې لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي په توګه پر دنده ګومارل شوی دی.
-
له پاکستان سره تر سیالیو وړاندې تمریناتي کمپ ته افغان ملي لوبډله اعلان شوه
حوت 18, 1401 06:01د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې د پاکستان پر وړاندې د ۳ شل اوریزو سیالیو تمریناتي کمپ ته ۲۳ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.
-
په بلخ کې د یوولس ولایتونو تر منځ د وزلوبې ټورنمنټ پیل شو
حوت 17, 1401 07:33په بلخ ولایت کې نن دوشنبه د وزلوبې فدراسیون له خوا په داسې حال کې د ۱۱ ولایتونو ترمنځ د وزلوبې ټورنمنټ پیل شو، چې د پیل په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس انجنیر نظر محمد مطمئن، د یاد ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان، د ملي راډیو تلویزون رئیس مولوي احمد الله وثیق، د وزلوبې فدراسیون رئیس سرور جلال، فرهنګي شخصیت او لیکوال استاذ محمد زمان مزمل او یو شمېر نورو مسولینو ګډون کړی و.
-
کندز؛ په ابدان دښته کې د فوټبال څلورو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې
حوت 17, 1401 07:31د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د فوټبال فدراسيون په ګډه همغږۍ د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ ترسره شوې.
-
په کندهار کې د یووالي او همغږۍ په نوم د والیبال سیالۍ تر پایلوبې ورسېدې
حوت 17, 1401 07:28په کندهار ولایت کې د یووالي او همغږۍ په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چې د غازي محمد ایوب خان په لوبغالي کې پیل شوي تر پایلوبې ورسېدې.
-
بلخ؛ د موټرسایکل ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې سمینار ورکړل شو
حوت 17, 1401 07:27په بلخ کې د موټر سایکل ۱۵ ورزشکارانو ته د ظرفیت لوړونې عملي او نظري سمینار ورکړل شو، چې پکې ۱۵ تنو ورزشکارانو وکولی شول د موټر سایکل ځغلونې نوي فنون او قوانین زده کړي.
-
افغانستان؛ د سو کیوکوشین کراټې سبک په اووم پړاو نړیوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ
حوت 17, 1401 07:25د ایران په کوربتوب په تهران ښار کې د کب میاشتې له (۱۰ـ۱۲) نېټې پورې د افغانستان، عراق، ليبیا، پاکستان، کردستان او د څلورو ایرانیو لوبډلو ترمنځ د سو کیوکوشین کراټې سبک اووم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
-
د غزني په مرکز قرباغي کلي کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
حوت 17, 1401 07:23د غزني په مرکز قرباغي کلي کې د ۱۳ لوبډلو تر منځ، چې یوه لوبډله پکې د اندړو له ولسوالۍ څخه ده، د والیبال سیالۍ پیل شوې.
-
په مرکزي بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
حوت 17, 1401 07:22د بغلان د بدني روزنې او سپورټ امریت د والیبال فدراسیون په همکاري تېره ورځ د کب پر ۱۳مې د اتو لوبډلو ترمنځ د مرکزي بغلان د شهرداري ولسوالۍ په لوبغالي کې د والیبال سیالۍ پیل کړې.