-
د پاکستان کرکټ بورډ مشر د افغانستان کرکټ بورډ ته خبرداری ورکړی
حوت 23, 1401 05:42د پاکستان د کرکټ بورډ مشر نجم سیټي د افغانستان کرکټ بورډ ته خبرداری ورکړی چې د راتلونکو لوبو پر مهال د خپلو لوبغاړو چلند کنټرول کړي.
-
هندوستان هم د ټېسټ اتلولۍ پایلوبې ته لار پیدا کړه
حوت 23, 1401 05:39په احمداباد ښار کې د اسټرالیا او هند ترمنځ څلورمه ټېسټ سیالي بې پایلې پای ته ورسېده او له دې لوبلړۍ د ترلاسه شویو نومرو پر اساس هند پایلوبې ته ووت.
-
کرېکټ: افغان تنکیو زلمیو بنګله دېش ته لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه
حوت 23, 1401 05:36د افغانستان د کرېکټ تر ۱۹ کلنو کم عمر ملي لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.
-
کندز؛ د علي اباد ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي د لمر خصوصي ښوونځي لوبډلې وګټله
حوت 22, 1401 07:41د کندز ولايت په علي آباد ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د لمر خصوصي ښوونځي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيدي.
-
په خوست کې د فوټبال زرغون جام سياليو اتلولي سعدي کلب ترلاسه کړه
حوت 22, 1401 07:35د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ترکۍ کلي د فوټبال لیګ، چې لسو کلبونو پکې برخه اخيستې وه د سعدي کلب په اتلولۍ پای ته ورسېد.
-
ننګرهار؛ په سره رود ولسوالۍ کې ۴۰ ورزشکارانو د سوک وهنې سیالۍ ترسره کړې
حوت 22, 1401 07:32د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د څلورو مشرقي ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
-
ننګرهار؛ په کامې ولسوالۍ کې د والیبال سیالیو اتلولي عبدالرحیمزي لوبډلې وګټله
حوت 22, 1401 07:30د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې چې د لومړي ځل لپاره د اته لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې وې د عبدالرحیمزي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
-
لښکرګاه؛ د هلمند او کندهار لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ ترسر شوه
حوت 22, 1401 07:26په مرکز لښکرګاه کې د هلمند ولایت هارون پوپل او د کندهار ولایت د کندهار لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې چې د « ۲-۱ » ګولونو په توپیر د هارون پوپل لوبډلې په ګټه تمامه شوه.
-
په هلمند کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا کلنۍ سیالۍ ترسره شوې
حوت 22, 1401 07:24د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د بدن ښکلا فدراسیون له خوا د ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا کلنۍ سیالۍ ترسره شوې.
-
پکتيا ولايت کې د ۷۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
حوت 22, 1401 07:22د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري د ۷۲ پهلوانانو ترمنځ د دودیزې ( محلي) غيږنېونې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې.