-
نظر محمد مطمین په غزني ولايت کې دوو ورزشي لوبغالي وکتل
حوت 22, 1401 07:18د هيواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئیس په غزني ولايت کې له دوو ورزشي لوبغالو څخه ليدنه وکړه .
-
د ننګرهار په پنځمه ناحیه کې د سوک وهنې دوستانه سیالۍ ترسره شوې
حوت 22, 1401 07:17د ننګرهار ولایت په پنځمه ناحیه کې د کابل ولایت د پنځم زون د "۱۰ "کلپونو ، چې مشري یې استاد خانزاده هوتک کوله، د ننګرهار له سوک وهونکو سره یوه ورځنۍ دوستانه سیالۍ ترسره کړې. په دې سیالیو کې ۲۱ لوبې ترسره شوې
-
د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو تر منځ د سیالیو مهالوېش کې بدلون راغلی
حوت 21, 1401 06:17د افغانستان او پاکستان کرکټ بورډونو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د شل اورونو د درېیو لوبو مهالوېش رامخته کړي.
-
سنوکر؛ افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي خپل کویټی سیال مات کړی
حوت 21, 1401 06:15د قطر په کوربتوب د اسیا سنوکر سیالیو په ۳۷م پړاو کې د افغانستان لوبغاړي صالح محمد محمدي خپل کویټي سیال عبدالله ته۴-۱ ماتې ورکړه.
-
هلمند؛ د نادعلي ولسوالۍ د چاه نجير فوټبال سيالۍ د ګرشک ځوانانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې
حوت 20, 1401 08:22د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د چاه نجير په کوربتوب د فوټبال سيالۍ، چې ۸ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د ګرشک ځوانانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د ټېپ بال رسمي ټورنمنټ پیل شو
حوت 20, 1401 08:20د ټېپ بال لومړنی رسمي ټورنمنټ د ننګرهار د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همکاري او دافا نیوز په مالي لګښت نن جمعه رسماً د ننګرهار ولایت په وزیر محمد ګل خان لوبغالي کې د پټۍ په پرې کولو سره پیل شو.
-
د افغانستان د فوټسال "غوره لیګ" سیالۍ د صداقت کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
حوت 20, 1401 08:18د هیواد د فوټسال دویم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې شاوخوا ۲۲ ورځې وړاندې د لسو لوبډلو په ګډون پلازمېنې کابل کې د فوټبال فدراسیون په جمنازیوم کې پیل شوې وې د صداقت کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
کندهار؛ د غازي محمد ایوب خان ورزشي لوبغالي د بیارغونې چارې جریان لري
حوت 20, 1401 08:16په کندهار کې د غازي محمد ایوب خان لوبغالی چې ډېر خلک يې په باغ عمومي پېژني د بیارغونې چارې یې روانې دي، چې ژر به د لوبغاړو پرمخ پرانیستل شي.
-
لوګر؛ پل علم کې د والیبال سیالیو اتلولي استقلال کلنګار لوبډلې وګټله
حوت 20, 1401 08:15د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د حاجي ګلون په سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال کلنګار لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
-
ننګرهار؛ په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو
حوت 20, 1401 08:13د ننګرهار ولايت د بدني روزني او ورزش ریاست او د والیبال فدراسیون په ګډه همغږۍ د کوز کونړ ولسوالۍ په شګي زاخيلو کلي کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.