-
په پروان کې د پامیر لوبډله د فوټسال رمضان جام سیالیو اتله شوه
حمل 30, 1402 07:51د پروان ولايت د فوتسال رمضان جام سيالۍ چې شپاړس ورځې وړاندې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د چاريکار ښار په صادقي ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې وې، پامیر لوبډلې يې اتلولي وګټله. ددغو سياليو پايلوبه د پامير او ياران رشاد لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د پامير لوبډلې ٧-٢ خپل سيال ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه. د يادلو ده چې دغه سيالۍ د ليګ په بڼه په درېيو ګروپونو کې ترسره شوې چې ټولي ٣٣ لوبي پکې وشوې.
-
په بامیان کې د فول رزم یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې
حمل 30, 1402 07:50په بامیان ولایت کې د فولرزم قهرمانان کلب او د فولرزم فدراسیون له لوري د بامیان د بدني روزنې او سپورټ آمریت په همغږۍ د فولرزم رمضان جام سیالۍ ترسره شوې.
-
په جلال اباد کې د سنوکر رمضان جام سيالۍ پای ته ورسېدې
حمل 30, 1402 07:49په ننګرهار ولایت د جلال اباد په ښار کې د ۵۴ جوړو ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر رمضان جام سيالۍ پای ته ورسېدې.
-
د شهید عزت الله لوبډلې په جلال اباد کې د فوټسال جام سیالیو اتلولي په خپل نامه کړه
حمل 30, 1402 07:48په جلال اباد کې د فهیم افکار په همکارۍ د فوټسال راپیل شوې سیالۍ ، چې ۱۲ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د شهید عزت الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
-
په بادغیس ولایت کې د فوټسال رمضان جام حذفي سیالۍ پایلوبې ته ورسېدې
حمل 30, 1402 07:47د دغه ولایت په مرکز قلعه ی نو ښار کې د باغیس د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې ۱۵ ورځې وړاندې په آریانا لوبغالي کې پیل شوې وې، پایلوبې ته ورسیدې. د سیالیو په نیمه پایلوبه کې برادران او امید فرستان لوبډلو سیالي وکړه، چې په پایله کې د ۸-۷ په توپیر د امید فرستان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. په پام کې ده، چې د یادو سیالیو پایلوبه راتلونکې سه شنبه د مرغومي په ۲۹ مه د امید فرستان او برادران لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
-
په آی پي ایل کرېکټ سیالیو کې نوراحمد ته په لومړي ځل د لوبېدو موقع ورکړل شوه
حمل 28, 1402 07:54په آي پي ایل یا د هندوستان د کرېکټ په غوره لیګ په۲۳مه سیالۍ کې راجستان خپلې سيالې ګجرات لوبډلې ته د ۳ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.
-
د هند او افغانستان تر منځ د کرېکټ درې یو ورځنۍ لوبې کېږي
حمل 28, 1402 07:54ځیو هندي رسنیو خبر ورکړی چې د هند کرېکټ ملي لوبډله به د جون په میاشت کې د افغانستان د کرېکټ له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.
-
د بادغیس فوټسال رمضان جام حذفي سیالۍ پای لوبې ته ورسېدې
حمل 28, 1402 07:33د بادغیس ولایت په مرکز قلعه ی نو ښار کې د باغیس د سپورت آمریت او فوټبال فدراسیون له لوري د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې ۱۵ ورځې وړاندې په آریانا لوبغالي کې پیل شوې وې، پایلوبې ته ورسیدې.
-
په لغمان کې د واليبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې
حمل 28, 1402 07:31د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په غوښتنه د دغه ولايت د والیبال فدراسیون له لوري تېره ورځ د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پيل شوې. د يادو سياليو لومړۍ لوبه د سولې ارمان راډيو او حاجي پردېس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سولې ارمان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳_۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه. بايد يادونه وشي چې د يادو سياليو موخه له نشه يي موادو سره مبارزه ياده شوې ده.
-
په کندهار کې د فوټسال رمضان جام سيالۍ د ستاره ګان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
حمل 28, 1402 07:30د کندهار ولايت په مرکز ښادمن ورزشي جمنازیوم کې د نوموړي ورزشي جمنازیوم د مسئولینو له لوري د فوټسال د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د پیل شويو رمضان جام سیالیو اتلولي او لومړی مقام ستاره ګان لوبډلې خپل کړ.