-
د پکتیا د هاکي رمضان جام سیالیو اتلولي پکتیا اتلانو لوبډلې په خپل نوم کړه
حمل 28, 1402 07:28د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست او هاکي فدراسیون له لوري د پکتیا پوهنتون په ورزشي جمنازیوم کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د هاکي سیالیو اتلولي پکتیا اتلانو خپله کړه.
-
لوګر؛ په مرکز پل علم کې د واليبال رمضان جام سيالۍ پای ته ورسېدې
حمل 28, 1402 07:27د لوګر ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمریت او والیبال فدراسیون په همکارۍ د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
-
زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې
حمل 28, 1402 07:25د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې تېره ورځ د ۱۲ پهلوانانو ترمنځ په طوفان کلب کې د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې.
-
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئيس په خپل کاري دفتر کې د ايران له استازو سره وکتل
حمل 28, 1402 07:24د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاسا رئيس مولوي عبدالودود حقاني په خپل کاري دفتر کې له ايراني استازو سره په دوستانه ناسته کې وکتل.
-
د المپيک ملي کمېټې او سپورت عمومي ریاست نوی سرپرست رئيس کار پیل کړ
حمل 28, 1402 07:22د المپيک ملي کمېټې او سپورت عمومي ریاست نوی سرپرست رئيس د یادې ادارې مسؤلینو ته ور وپېژندل شو. د المپیک ملي کمېتې او سپورت عمومي ریاست نوی سرپرست رئيس مولوي عبدالودود حقاني د چارو ادارې د نظارت او پالیسي د مرستیال مولوي سیف الدین تایب او ورسره مله هيئت له لوري د المپیک ملي کمېتې او سپورټ عمومي ریاست مسؤلینو ته د یوې غونډې پر مهال ور وپېژندل شو او په رسمي ډول يې د یادې ادارې د سرپرست رئيس په حیث دنده پیل کړه.
-
نن اييپيال کې ګجرات او پنجاب لوبډلې لوبيږي
حمل 26, 1402 12:27د هند د کرېکټ په غوره لیګ IPL کې نن د ګجرات او پنجاب ټیمونه لوبیږي.
-
کرکټ؛ د هند او افغانستان تر منځ درې یو ورځنۍ لوبې کېږي
حمل 26, 1402 12:25یو شمېر هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د هند کرکټ ملي لوبډله به د جون په میاشت کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.
-
خوست؛ د فوټسال رمضان جام سیالیو اتلولي اریانا لوبډلې خپله کړه
حمل 26, 1402 12:24د خوست اماني ملي لوبغالي ترڅنګ په سرپټي میدان کې د فوټبال فدراسیون له لوري په لومړي ځل د فوټسال ۲۴ لوبډلو ترمنځ د پیل شوو رمضان جام سیالیو اتلولي او لومړی مقام اریانا لوبډلې خپل کړ.
-
په لغمان کې د کيک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې
حمل 26, 1402 12:22د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په غوښتنه د کيک بوکسنګ فدراسيون له لوري د قرغه يۍ ولسوالۍ او د مرکز کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
-
په کندهار کې د ټېپ بال کرکټ رمضان جام سياليو اتلولي لياقت افغان لوبډلې خپله کړه
حمل 26, 1402 12:21په کندهار ولايت کې د کرکټ د يوه تن لوبغاړي باچا بارک له لوري د کرکټ ټېپ بال سياليو اتلولي لياقت افغان لوبډلې خپله کړه.