-
په بغلان کې امیري لوبډلې د رمضان جام فوټسال سیاليو اتلولي په خپل نامه کړه
ثور 04, 1402 07:17په بغلان کې د فوتسال رمضان جام سيالۍ چې د ٢٦لوبډلو په ګډون د فوتسال په جمنازيوم کې پيل شوې وې د اميري لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې. د دغو سياليو فاينل لوبه د معارف او اميري لوبډلو ترمنځ وشوه چې اميري لوبډلې ٧-٢ خپل سيال ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې وګټله.
-
د سمنګان ولایت د کورش سیالیو کوربه و
ثور 04, 1402 07:15د کورش فدراسيون له لوري د مرکز او اووه ګونو ولسواليو لسګونو کورش کارانو ترمنځ تېره ورځ د غويي په لومړۍ د ايبک ښار چمن کې د کورش سيالۍ ترسره شوې. دغه سيالۍ د کوچني اختر نمانځلو او د کورشکارانو ترمنځ د پيوستون او د يو بل منلو په موخه ترسره شوې. په پاى کې اتلو ورزشکارانو ته د ورزش امریت له لوري جايزې او ډالۍ هم ورکړل شوې.
-
پکتيکا؛ په ښرنه کې د کوچني اختر په نوم د نېزې وهنې سيالۍ ترسره شوې
ثور 04, 1402 07:14د پکتيکا ولايت مرکز شرنه کې د ورزش امريت په همغږۍ د نېزې وهنې فدراسیون له لوري د ٣ لوبډلو ترمنځ په ضمير کلا سيمه کې د نېزې وهنې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې، چې د اتفاق A لوبډلې په لومړي مقام پاي ته ورسېدې. دغه سیالۍ په کوچني اختر کې د سالمي تفريح برابرولو په موخه ترسره شوې.
-
کندهار؛ د فوټسال رمضان جام سيالۍ د ستاره ګان لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې
ثور 04, 1402 07:12د کندهار ولایت د بدنې روزنې او سپورټ ریاست له لوري د فوټسال رمضان جام سيالۍ چې د ۱۲۰ لوبډلو ترمنځ په ناک اوټ بڼه سره پیل شوي وې، د ستاره ګان لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
-
د جودو دوو تنو افغان ريفريانو د ريفرينګ په برخه کې اسيايي جوازونه ترلاسه کړل
ثور 04, 1402 07:10د جودو فدراسیون دوو تنو افغان روزونکو رحمت الله مشکل او ابو ريحان رادمنش د جودو ريفرينګ په برخه کې اسيايي جوازونه تر لاسه کړل.
-
د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ پیلیږي
حمل 30, 1402 11:52د افغانستان کرېکټ بورډ اداره وايي چې، د زرغون جام دوه یم پړاو سیالۍ د روانې اپریل میاشتې په ۲۹مه نېټه پیلوي.
-
په کندهار کې د نصیب لوبډلې فوتسال سياليو اتلولي خپله کړه
حمل 30, 1402 07:56د کندهار ولایت په ملي ورزشي جمنازيوم کې د فوټسال دغه سیالۍ چې د ٣٢ بي لوبډلو ترمنځ پيل شوې د نصیب لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
-
په غور کې د فوټسال رمضان جام سیالۍ طوفان لوبډلې وګټلې
حمل 30, 1402 07:55په غور کې د فوتسال رمضان جام سيالۍ چې د ٨ لوبډلو ترمنځ په دوو څلور ټيمي ګروپونو کې د شهاب سکليت په مالي لګښت ترسره شوې ، طوفان لوبډلې په کې اتلولي خپله کړه.
-
د غزني په جاغوریو کې د فوټسال روزونکو ته د کورس ترسره کېدل
حمل 30, 1402 07:53د افغانستان فوتسال ښوونکي اسدالله ازاد تر څارنې لاندې د غزني ولايت په جاغورو ولسوالۍ کې په دوو عملي او نظري برخو کې د فوټسال روزونکو ته مقدماتي کورس ترسره شو.
-
په کندهار کې د حاجي خان لوبډلې د ښادمن جام سیالیو اتلولي وګټله
حمل 30, 1402 07:52په کندهار کې د عینو مېنې د ښارګوټي د ورزش مدیریت له خوا د فوټبال ښادمن جام سیالۍ د اتو ټاکل شویو لوبډلو له خوا ترسره شوې چې د حاجي خان لوبډله يې اتله شوه.