-
د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
ثور 04, 1402 07:35د اختر په مناسبت د ښېوې ولسوالۍ په بر کاشکوټ سيمه کې د ٢٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال ټورنمنټ پيل شو.
-
په کندز کې د کورش او رسۍ کشولو سيالۍ پيل شوې دي
ثور 04, 1402 07:33د ګلتپې ولسوالۍ په سه شنبه بازار سیمه کې د مرکز او ولسوالیو د پنځوس جوړو غوره پهلوانانو تر منځ د کورش سیالۍ پیل شوې، چې دوه ورځې به دوام وکړي. د دې ترڅنګ د رسۍ کشولو د ٤ لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ هم وشوې، چې فاینل ته یی دګلتپی ځوانانو او د کندز مرکز ځوانانو لار ومونده. د یادو سياليو موخه د هېواد ملي او عنعنوي ورزشونو ته وده ورکول دي.
-
د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د واليبال سیالۍ پیل شوې دي
ثور 04, 1402 07:32په ننګرهار کې د ځوانانو د هڅونې په موخه او د اختر په مناسبت د واليبال ټورنمنټ پيل شوی.
-
په پکتیکا کې د اختر په مناسبت ورزشي نندارې ترسره شوې
ثور 04, 1402 07:28په دغو نندارو کې په خوله د پنځو موټرونو کشول کشکول، د تراکتور نيول، په ځان د ټېلر تېرول او په ځان د تيږو ماتول شامل و، چې ګڼ شمېر خلک يې ليدو ته راغلي و. د یادو نمایشونو موخه له ورزش سره د خلکو مینه او علاقه را ژوندي کول دي.
-
د هېواد په ختيځ لغمان ولایت کې د الیبال سیالۍ وشوې
ثور 04, 1402 07:26د مهتر لام بابا زيارت په انګړ کې د لغمان د مرکز په ګډون د علينګار، عليشنګ، قرغه يي او بادپښ ولسوالیو منتخبو لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې. د دغو سياليو پایلوبې ته د علينګار او بادپښ منتخبو لوبډلو لار ومونده، چې علينګار لوبډلې ٣-٢ خپلې سيالې لوبډلې ته ماته ورکړه.
-
د ننګرهار په ښېرازه خاوره د ښېوې ولسوالۍ کې د والېبال سیالۍ پیل شوې
ثور 04, 1402 07:24په ننګرهار کې د کوچيني اختر په مناسبت د ١٧ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو. د دغه ټورنمنټ په دوام تېره ورځ دوې لوبې وشوې په لومړۍ لوبه کې بوډيالۍ لوبډلې شګې لوبډلې ته ٢-٠ ماتې ورکړه. دوهمه لوبه د سپين غر او ذاخېلو لوبډلو ترمنځ وشوه چې ٢-٠ سپين غر لوبډلې وګټله. دغه ټورنمنټ به لس ورځې دوام وکړي.
-
په تخار کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې
ثور 04, 1402 07:23د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ په کوربتوب د څلورو ولسوالیو د پنځوس تنه پهلوانانو ترمنځ د اختر په مناسبت د پهلواني سيالۍ ترسره شوې. دغه سيالۍ د ينګي قلعه ولسوالۍ پهلوانان په بريا سره پاى ته ورسېدې. په پاى کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
-
په سیدآباد او جغتو ولسواليو کې د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې
ثور 04, 1402 07:21د ځوانانو د هڅونې په موخه او ارامه فضا کې په وردګو ولایت کې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې.
-
د اختر په مناسبت په بلخ ولسوالۍ کې د کورش سيالۍ ترسره شوې
ثور 04, 1402 07:20د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د کورش فدراسيون رئیس خليل پهلوان او د کورش مسوول ستار پهلوان له لوري د بلخ، چهار بولک، دولت اباد او مرکز مزارشريف ٥٨ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې. د کورش فدراسيون د مسوولینو په خبره؛ د دې سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي. يادي سيالۍ د کورش مينوالو په شتون کې د بلخ ولسوالۍ په ورزشي ميدان کې ترسره شوې.
-
د واليبال اختريز جام سيالۍ په چک ولسوالۍ کې هم پيل شوې
ثور 04, 1402 07:18په میدان وردګو کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريز جام سيالۍ پيل شوې.