-
هېواد کې د مخده توکو کښت او قاچاق کې ۹۰ سلنه کمښت
سرطان 03, 1405 17:17د روسیې د ملي امنیت شورا سلاکار وايي چې د سرپرست حکومت د چارواکو د ژمنې پر بنسټ په افغانستان کې د مخدره توکو کښت، تولید او قاچاق شاوخوا نوي سلنه کم شوی دی
-
باکو کې د اسلامي هېوادونو غونډه کې د قالیباف څرګندونې
سرطان 03, 1405 17:14د ایران د ولسي جرګې مشر چې د اسلامي همکاریو سازمان د پارلماني اسامبلۍ د ټولنې د کنفرانس په شلمه غونډه کې د ګډون لپاره د اذربایجان جمهوریت ته سفر وکړ، د غونډې په عمومي غونډه کې وینا وکړه.
-
د ایران د ولسمشر او د پاکستان د لومړي وزیر خبري ناسته
سرطان 03, 1405 17:09د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې هیڅکله به د ایران پوځي او دفاعي ځواک په اړه له چا سره خبرې اترې ونه کړي. ښاغلي پزشکیان پرون د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته په یوه ورځني سفر تللی و.
-
قطر کې د افغانستان په اړه څلور اړخیزه ناسته
سرطان 02, 1405 16:27په افغانستان کې د قطر سفارت اعلان وکړ چې نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د راتلونکي په اړه یې یوه غونډه جوړه کړې، چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر او د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.
-
د کډوالو موضوعاتو اړوند د کابل او اروپا تعامل
سرطان 02, 1405 16:24د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت یو پنځه کسیز پلاوی د بلجیم پلازمینې بروکسل ته سفر کړی ترڅو په اروپا کې د افغان کډوالو د وضعیت د بیاکتنې په غونډه کې ګډون وکړي. دا سفر د سرپرست حکومت د پلاوي لومړنی رسمي سفر دی چې د افغان کډوالو د وضعیت ارزونه کوي
-
د هرمز تنګي پر مدیریت د ایران ټینګار
سرطان 02, 1405 16:23امریکا سره د ایران د مذاکره کوونکي ټیم مشر محمد باقر قالیباف چې له سویس وروسته عمان ته سفر وکړ یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې هرڅوک باید پوه شي چې د هرمز تنګي مدیریت به هیڅکله د جګړې دمخه حالت ته راستون نشي. دا د اوبو لاره به د ایران لخوا د نړیوالو قوانینو سره سم اداره شي.
-
پاکستان ته د مسعود پزشکیان سفر
سرطان 02, 1405 15:45د ایران ولسمشر چې نن سهار په یوه ورځني سفر پاکستان ته ورسید وویل چې دا سفر د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ او د تاوتریخوالي کمولو او اوربند د ټینګولو لپاره د اسلام آباد د فعال رول ستاینې لپاره وو هغه رول چې په رسمي ډول د تهران لخوا یې هرکلی او ستاینه شوې ده.
-
د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په اړه د عراقچي څرګندونې
سرطان 01, 1405 18:02د ایران د فوټبال ملي لوبډله د دوه زره شپږ ویشتم کال د نړیوال جام څخه د بلجیم د ځواکمنې لوبډلې په وړاندې د مساوي پایلې سره په یوه په زړه پورې لوبه کې له میدانه ووت. دا لوبه په داسې حال کې ترسره شوه چې د ایران ملي لوبډلې په دې ډګر کې په یوه زړه راښکونکې سیالۍ کې خورا ښه فعالیت وښود.
-
د رسمیت پېژندلو پرته د افغانستان او قزاقستان اړیکې
سرطان 01, 1405 18:00د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي دي چې افغانستان سره د یاد هیواد اقتصادي تعاملات د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو معنی نلري. هغه وویل چې دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قوانینو او د سیمه ایزو تړونونو په چوکاټ کې له افغانستان سره تعامل کوي او ټینګار یې وکړ چې دا به د افغانستان د بیا ځل لپاره د بې ثباته کونکو ډلو په منګولو کې د ښکیلیدو مخه ونیسي ځکه چې دا به د سیمې د ټولو هیوادونو لپاره یو جدي خطر وي
-
د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په اړه د عراقچي څرګندونې
سرطان 01, 1405 17:56سید عباس عراقچي تېره شپه په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرو اترو ته په اشارې سره وویل چې په دې غونډه کې ډېر پرمختګ شوی، په ځانګړې توګه په لبنان کې د جګړې پای ته رسولو کې. په ورته وخت کې د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف هم د ټرمپ د ګواښونو په ځواب کې وویل چې که د دوی ګواښونه کومه پایله درلوده نو دومره بدبخته به نه وو.