-
تهران کې مېشتو بهرنیو سفیرانو سره د عراقچي ناسته
میزان 13, 1404 13:39د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې میشتو بهرنیو سفیرانو سره په یوه غونډه کې وویل چې د ماشې میکانیزم په فعالیدو سره، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې سره د قاهرې تړون نور اغیزمن نه دی. هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې امریکا سره په خبرو اترو کې یوازینۍ مسله اټومي مسله ده.
-
د فلسطین پر ملاتړ د پاکستاني پوځ ټینګار
میزان 13, 1404 13:38د پاکستان د پوځ ویاند د اسراییلو په وړاندې د هر ډول نرمښت په ردولو سره ټینګار وکړ: پاکستان د فلسطینیانو په ملاتړ په خپله اصولي پالیسي ولاړ دی او د صهیونیستي رژیم په رسمیت پیژندلو هوډ نه لري.
-
د هند لخوا د تاوتریخوالي زیاتېدو ته د پاکستان خبرداری
میزان 13, 1404 13:37د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف خبرداری ورکړی چې که چیرې د نوي ډیلي له خوا کوم پوځي اقدام وشي، نو هند به "د خپلو جنګي الوتکو د کنډوالو لاندې ښخ شي".
-
د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ درېیمه شل اووریزه لوبه
میزان 13, 1404 13:25ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له بنګلدېش سره په دریمه شل اووریزه سیالۍ کې مخامخ شي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 12, 1404 13:56د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د ټرامپ د اوربند طرحې سره د حماس مشروطه هوکړه
میزان 12, 1404 13:55د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس فلسطیني ډلو او منځګړو هیوادونو سره له مشورې وروسته د ډونالډ ټرمپ د سولې پلان په ځواب کې یوه رسمي خبرپاڼه خپره کړه او دې پلان سره یې مشروطه هوکړه اعلان کړه.
-
هندي چارواکي وايي را روانه اونۍ د متقي کوربه دی
میزان 12, 1404 13:54د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به د تلي له اوولسمې څخه تر څلورویشتمې پورې نوي ډیلي ته رسمي سفر وکړي.
-
د بګرام اډې سپارلو په اړه د سرپرست حکومت غبرګون
میزان 12, 1404 13:53د هغو ادعاوو له خپرېدو وروسته چې د بګرام هوايي اډه به امریکا ته وسپارل شي، یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي دا راپورونه رد کړل. د بهرنیو چارو وزارت مالیې او ادارې مرستیال محمد نعیم وویل چې دا ادعاوې د تیر حکومت د ناکامو شخصیتونو لخوا ناروغ تبلیغات دي.
-
د بحران نړیوالې ډلې راپور ته د اقتصاد وزارت غبرګون
میزان 12, 1404 13:51د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت د بحران نړیوالې ډلې د نوي راپور په ځواب کې ویلي چې موندنې د افغانستان اقتصادي واقعیتونه نه منعکسوي. یاد وزارت ټینګار کوي چې د هیواد په اقتصادي سیسټم کې روڼتیا شتون لري.
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ ډيروالی
میزان 12, 1404 13:50په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ مخ په زیاتېدو دي.