د بنګلادېش پر وړاندې د افغانستان دوېیمه بریا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46853-د_بنګلادېش_پر_وړاندې_د_افغانستان_دوېیمه_بریا
افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د یو اتیا منډو په توپير ماتې ورکړه او دویمه سیالۍ یې هم وګټله.
(last modified 2025-10-12T08:20:25+00:00 )
میزان 20, 1404 12:48 Asia/Kabul
  • د بنګلادېش پر وړاندې د افغانستان دوېیمه بریا

افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د یو اتیا منډو په توپير ماتې ورکړه او دویمه سیالۍ یې هم وګټله.

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دویمې یو ورځنۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.افغان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په څلور څلوېښتم اور کې یو سل او یو نوي منډې هدف وټاکه.افغان توپووهونکي ابراهیم ځدراڼ په یو سل او څلوېښت توپونو تر ټولو ډېرې پنځه نوي منډې جوړې کړې.افغان توپ اچونکو راشد خان پنځه او عظمت الله عمرزي درې لوبغاړي‌ وسوځول.ابراهیم ځدراڼ د همدې سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.د یادولو ده چې د افغانستان او بنګلادېش ملي لوبډلې د سه شنبې په ورځ په درېیمه لوبه کې سره مخامخ کېږي