-
ننګرهار: په دې ولايت کې يوې راډيويي رسنۍ په کار پيل وکړ
اسد 19, 1402 14:29د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د الفت په نوم يوې نوې راډيو په نشراتو پيل وکړ. ددې راډيو مسولین وايي چې دا راډيو به څوارلس ساعته نشرات وکړي او موخه يې ځوانانو ته د کاري فرصتونو پيدا کولو تر څنګ د ولس ستونزو ته انعکاس ور کول دي. اخوا بیا د ننګرهار ولايتي چارواکي د دې راډيو د نشراتو پيلېدو ته خوښي ښايي او ژمنه کوي چې ژر به د همېشه بهار راډيو ټلوېزيون نشراتو ته هم د پيل اجازه ورکړي.
-
د کډوالو چارو وزارت: تېر کال له پاکستان او ایران څخه څلور زره بندیان خوشې شول
اسد 19, 1402 14:25د سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې تېر کال له ایران او پاکستان څخه څلور زره افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت چارواکو دغه راز زیاته کړې چې تېر کال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه نږدې یو میلیون کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
اسد 19, 1402 14:24د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 19, 1402 14:09د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
څه ډول د ویښتانو د تویېدو مخنیوی وکړو؟
اسد 19, 1402 14:00که غواړئ د سر د ویښتانو مخنیوئ مو وکړئ، نو دغه پادکست تر اخره واورۍ.
-
په ننګرهار کې د پهلوانۍ ملي لوبډلې د ټاکنې لپاره د سیالیو پيلېدل
اسد 18, 1402 15:05د پهلوانۍ فدراسون مسولین وايي دغه سيالۍ د ۴۰ کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ جوړې شوي او غواړي له دوی څخه ملي لوبډلو ته لوبغاړي پيدا کړي. د پهلوانۍ ورزشکاران دې سيالۍ جوړېدو ته خوښ دي او غوښتنه کوي چې دوی ته دې په ملي او اسيا په کچه د سياليو ترسره کولو زمينه برابره شي.
-
د کرکټ له لوبغاړو سره د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر لیدنه
اسد 18, 1402 15:02د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي وزیر امیرخان متقي د کرکټ ملي لوبډلې له چارواکو او لوبغاړو سره په لیدنه کې ویلي، چې کرکټ او نورې سپورتي لوبې د سیمې او نړۍ د حکومتونو ترمنځ د مثبتو او نږدې اړیکو لامل ګرځي.
-
په نایجیریا کې کودتا: اکواس نایجیریا ته د ګډ پلاوي د ماموریت د نه بریا په اړه خبر ورکړی
اسد 18, 1402 14:59د بورکینافاسو او مالي هیوادونو چې په نظامي توګه اداره کیږي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه په یوه ګډه اعلامیه کې غوښتي چې د نایجیریا پروړاندې د هرډول نظامي ګام مخه ونیسي.
-
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړیوال فدراسیون راپور
اسد 18, 1402 14:57د سره صليب نړيوال فدراسيون وايي، په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنې شوې سيمې د اوږدې جګړې، وچکالۍ او مالي بې ثباتۍ له امله زياتو بشري مرستو ته اړتيا لري. په هېواد کې وروستیو سېلابونو د څه باندې یوسل او شل زرو کسانو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.
-
ننګرهار: له خبریالانو سره د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولانو غونډه
اسد 18, 1402 14:51ننګرهار ولایت کې د اطلاعات او کلتور ریاست له لورې د خبریالانو او سيمه یيزو رسنيو استازو ترمنځ ګډه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې يو شمیر ستونزې له مسوولینو سره شريکې کړي او غوښتنه ترې وشوه چې معلوماتو لاسرسي په برخه کې دې اسانتيآوې برابرې شي. چارواکي بیا ډآډ ورکوي چې د نورو کالونو په پرتله وضعیت ښه شوي او هڅه کوي چې خبریالانو ته نورې اسانتیاوې هم برابر کړي.