-
له ذبیح الله مجاهد سره د کندهار د خبریالانو ناسته
اسد 18, 1402 14:48د چارسنبالي حکومت وياند وايي د خبریالانو لپاره ځانګړي کارتونه جوړوي تر څو هغوی د راپور جوړونې پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي. هغه کندهار کې د خبریالانو او محلي رسنیو له مسوولینو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې د خبریالانو او رسنیو ستونزې به تر مشرانو پورې ورسوي تر څو حل شي.
-
حقاني: بهرني بنسټونه له افغانستان سره په شویو مرستو کې درغلي کوي
اسد 18, 1402 14:45د چارسمبالي حکومت د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سازمان له مرستیال سره په کتنه کې ویلي دي چې بهرني بنسټونه د افغانستان خلکو ته د مرستو په کولو کې درغلي کوي.
-
قمي: امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې دې سوله او ټيکاو رامنځته شي
اسد 18, 1402 14:41په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وايي، امریکا غواړي افغانستان د ګاونډیانو لپاره په یوه کړکېچنه سیمه بدل شي.
-
مجاهد: د پاکستان په خاوره کې دننه د بریدونو مخنیوی زموږ دنده نه ده
اسد 18, 1402 14:37د چارسمبالي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د افغانانو د لاس لرلو په اړه د دغه هېواد د چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې په پاکستان کې دننه د بریدونو مخنیوی او کنټرول د افغانستان مسوولیت نه دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
اسد 18, 1402 14:11د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د موزمبیق له لوبډلې سره خپله سیالي مساوي پای ته ورسوله
اسد 17, 1402 15:03د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن په دویمه لوبه کې د موزمبیق د ملي لوبډلې سره لوبه پيل کړه. په لومړۍ نیمايي کې دواړه لوبډلې يو په يو مساوي شوې. په دويمه نيمايي کې د موزمبیق لوبډلې افغان لوبډلې ته دوهم ګول هم ورکړ، خو مجيد مرتضوي وروسته وکولای شوای چې خپلې سيالې لوبډلې ته دوهم ګول هم ورکړي.
-
د پاکستان د پوځ د لوی درستيز نوې څرګندونې
اسد 17, 1402 14:58د پاکستان د پوځ لوی درستيز يو ځل بيا په پيښور کې يوې قومي جرګې ته د خبرو پر مهال په پاکستان کې په کېدونکو بريدونو کې د اوسني افغانستان د وګړو د لاس درلودلو ادعا کړې ده. جنرال عاصم منير ويلي چې د پاکستان حکومت د خپلو وګړو د خونديتوب په موخه له هيڅډول هڅو څخه ډډه نه کوي.
-
پر هلمندي بزګرانو د کوکنارو د کرکيلې د بندېدلو اغېز
اسد 17, 1402 14:52د هلمند ولایت یو شمېر کروندګر وايي د کوکنارو په بندېدو سره یې په کلني عوایدو کې کوم توپیر نه دی راغلی دوی وايي، د کوکنارو زیانونه زیات خو لاسته راغلي کلني عواید یې دغه ولایت کې د نورو کرنیزو محصولاتو تر عوایدو ډېر نه وو. په ورته مهال د یاد ولایت ځایې مسؤلین د هلمند پر کرنیزو ځمکو د کوکنارو تر ټولو ښه بدیل د هېنجې تازه مورجه شوې کرکیله بولي.
-
له حکومت څخه د بيځايه شويو کډوالو غوښتنه
اسد 17, 1402 14:48د ننګرهار حصارک ولسوالۍ ته بيرته راستنې شوې کورنۍ له سرپرست حکومت نه د مرستې غوښتنه کوي. دغه کورنۍ چې د تيرو جګړو له امله خپلو مينو پرېښودو ته مجبوره شوې وې او د جلال اباد ښار سربېره د هېواد په نورو ولایتونو په امن سيمو کې میشت ول.
-
د پاکستان له بندخونو څخه ۴۴ افغانان خوشي شوي
اسد 17, 1402 14:46په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت کونسلګرۍ د سند صوبې له بندخونو د څلور څلویښت افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی