-
روسیه غواړي چې له لویدیځ څخه اوکراین ته د وسلو د استولو په اړه څېړنې وشي
اسد 21, 1402 15:26روسیې اوکراین ته د لویدیځو وسلو د استولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې جوړېدو غوښتنه کړې ده.
-
د اوبو د کمي له امله د الینګار ولسوالۍ د اوسېدونکو سرټکول
اسد 21, 1402 15:21د لغمان الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی وچکالۍ نه شکايت کوي او وايي د کافي اوبو نشتوالي له امله يې فصلونه حاصلاتو ته نه رسېږي. دوی وايي د ځمکې لاندې پاکو اوبو سطحه هم ټيټه شوې او د څښاک اوبو ته په لاسرسي کې هم له ستونزو سره مخ شوي دي. چارواکي د خلکو دا ستونزه مني او د مرستندویه ادارو پر مټ يې د حل ډاډ ورکوي.
-
د زابل د اوسېدونکو له خوا د یوه نښلوونکي سړک د جوړېدو غوښتنه
اسد 21, 1402 15:18د زابل د پنځو ولسوالیو اوسیدونکي د هغه لارې د جوړېدو غوښتنه کوي ، چې د مرکز کلات او ګاونډي پاکستان سره دوی نښلوي. پر دغه لویه لاره د پرتو ولسوالیو اوسیدونکي وايې که چیري یاده لاره ورغول شي له مرکز کلات سره به ترانسپورټي اسانتیاو تر څنګ له پاکستان سره به یوه بله سوداګریزه لاره جوړه شي.
-
تر دوه اونیو وروسته د آستانه د غونډې د وروستۍ اعلاميې خپرېدل
اسد 21, 1402 15:15د افغانستان په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو له استازو سره د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د چارواکو له ناستې څه باندې دوه اوونۍ وروسته د غونډې وروستۍ اعلامیه خپره شوه. په دې اعلامیه کې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د هر اړخیزو بحثونو پر اړتیا ټینګار شوی دی.
-
د کابل – میدان د لویې لارې د یوې برخې د رغونې د چارې پيلېدل
اسد 21, 1402 15:12د ټولګټو چارو وزارت د کابل – میدان وردګو د لویې لارې د بیارغونې د چارو د پیل خبر ورکړی.
-
د طالبانو د رهبر د تازه فرمان په اړه د پاکستان ادعا ته غبرګون
اسد 21, 1402 15:11د چارسمبالي حکومت ویاند د سرپرست حکومت د مشر لخوا په پاکستان کې د جګړې د بندولو د حکم په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړې دي. د ذبیح الله مجاهد په وینا، دا د چارسمبالي حکومت دارالافتا وه چې له افغانستانه بهر جګړه یې د سرپرست حکومت د مشرتابه حکم ته اړمنه ګڼلې.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
اسد 21, 1402 14:51د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
یونیسف: په افغان ماشومانو کې د نس ناستې ناروغي زیات شوې ده
اسد 19, 1402 14:38د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف وايي، چې د روان میلادي کال له مارچ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د نس ناستې ناروغۍ پېښې د اندېښنې وړ زیاتې شوي دي.
-
د دفاع سرپرست وزیر: ټول جزوتامونه په سمه توګه بشپړ کېږي
اسد 19, 1402 14:37د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، چې د هېواد په ټولو برخو کې به جزوتامونو ته اکمالات په سمه توګه ورسوي.
-
جوزجان ولایت کې د مهریې او د واده د لګښت کچه وټاکل شوه
اسد 19, 1402 14:32د جوزجان د علماوو او قومي مشرانو شورا په دغه ولایت کې د مهریې او واده د لګښت اندازه وټاکله.