-
بهرنیو چارو وزارت: ایراني پلاوي د دهراود د اوبو د اندازه کولو وسایل کتلي
اسد 23, 1402 16:06په افغانستان کې د ایران د ولسمشر استازي کاظمي قمي په یوه مرکه کې د هلمند د سیند د اوبو د څېړلو لپاره افغانستان ته د یوه پلاوي د لېږلو خبر ورکړی. د ښاغلي قمي تر دغو څرګندونو وروسته د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ادعا کړې چې د ایران د اسلامي جمهوریت تخنیکي ټیم د دهراود د اوبو د اندازه کولو د دستګاه د اوبو د جریان له څارنې او اندازه کولو وروسته د روان کال د اوبو کچه کمه ښودلې ده.
-
د ریاست الوزرا سیاسي مرستيال: له نړیوالې ټولنې سره د حکومت اړیکې مخ په ښه کېدو دي
اسد 23, 1402 16:03د ریاست الوزرا د دفتر سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د تازه راستانو شویو استادانو د ستاینې په یوه غونډه کې ویلي دي چې له نړیوالې ټولنې سره د چارسمبالی حکومت اړیکې مخ په ښه کېدو دي.
-
په خوست ښار کې سپین جومات ته څېرمه چاودنه شوې
اسد 23, 1402 16:00د خوست ښار سپین جومات ته څېرمه چاودنې درې تنه وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي.
-
کندهاريان: امنيت تر پخوا ښه او ادارې فساد هم راکم شوی دی
اسد 23, 1402 15:57د کندهار اوسېدونکي وایي، سرپرست حکومت په تېرو دوه کلونو کې د امنیت په ګډون ښه پرمختګونه کړي دي. دی وایي، امنیت او زیربینايي کارونه تر ټولو مهم دي چې په دې دوو برخو کې د پام وړ پر مختګ راغلی.
-
ننګرهار: د هېواد په بيارغونه کې د ملکي افغانانو ونډه او هڅې
اسد 23, 1402 15:55ننګرهار کې يو افغان پانګوال د ۹ ميليونه افغانيو په لګښت يو تفريحي پارک جوړ کړی. په ننګرهار ولایت کې د يوه پانګوال لخوا د نهه میلونه افغانيو په مالي لګښت يو پارک تر جوړیدو وروسته ګټي اخستنې ته وسپارل شو. دغه پانګوال وايې دغه پارک کې یې د میرمنو او نارینه وو لپاره جلا جلا ځایونه يې جوړ کړي او د دريو انجونو په ګډون يې نولس کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده . اخوا د ښاروالۍ مسولین وايې د ښار د ښکلا په موخه يې د دغه پارک ترڅنګ يو شمیر نورو پارکونه هم خصوصي سکټور ته ورکړي، چې چاري روانې دي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
اسد 23, 1402 15:12د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
د المپیک ملي کمېټه: تېر کال مو زرګونه ورزشي سیالۍ ترسره کړې
اسد 22, 1402 15:28ملت ته د دولت د حساب ورکونې په ترڅ کې د افغانستان د ملي المپيک کميټې هم د خپل يو کلن فعاليت په اړه ملت ته معلومات ورکړې دي. ددغې ادارې چارواکو ويلي چې د تير کال په ترڅ کې ددغې ادارې په هڅو په هېواد کې درې زره پنځه سوه او شپږ اتيا رسمي او غيررسمي سيالۍ شوې دي. د دوی په وينا د هېواد د بېلابېلو ورزشي لوبډلو لوبغاړو له هېواد څخه بهر په ګڼ شمير سياليو کې برخه اخېستي ده او بېلابېل مډالونه يې هم ګټلي دي.
-
کرېکټ بورډ: میلپ پرادیپ کمار میوادا د افغان ملي لوبډلې د توپوهنې نوی روزونکی شو
اسد 22, 1402 15:24د افغانستان کرکټ بورډ، هندی کرکټر میلپ پرادیپ کومار میوادا د هېواد د ملي لوبډلې د توپ وهنې د روزونکي په توګه ټاکلی دی.
-
هوايي ايالت کې اورلګېدنه: تر اتيا زيات کسان وژل شوي
اسد 22, 1402 15:21د امريکا په هوايي ايالت کې د ځنګليز اور له امله د وژل شويو کسانو شمير اتيا کسانو ته ورسېدی.
-
د افريقايي ټولنې پارلمان: يو پارلماني پلاوی نايجر ته استوو
اسد 22, 1402 15:18د افريقايي هېوادونو اقتصادي ټولنې لخوا څخه خپرې شوې ويناپاڼه کې ليکل شوي چې دغه ټولنه غواړي چې د افريقايي پارلمان يوه کميټه نايجر ته واستوي