په خوست ښار کې سپین جومات ته څېرمه چاودنه شوې
اسد 23, 1402 16:00 Asia/Kabul
د خوست ښار سپین جومات ته څېرمه چاودنې درې تنه وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي.
سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې چاودنه پر ځايي وخت شاوخوا یولس بجې شوې، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر وزیرستاني کډوال او یو شمېر خوست مېشتو ته مرګژوبله اوښتې.
که څه هم تر اوسه د دې پېښې د مرګژوبلې وروستۍ شمېره نه ده معلومه، خو ويل کېږي چې د پېښې له ځايه روغتونونو ته درې تنه شهیدان او اووه ټپيان لېږدول شوي دي.