-
د معظم رهبر مقام: ځوان نسل ته د شهیدانو د عملي ژوند سپارل یوه مهمه دنده ده
اسد 29, 1402 15:10د اسلامی انقلاب معظم رهبر د اردبیل ولایت د درې زره او څلور سوه شهیدانو د یاد لمانځنه، د شهیدانو د لارې د ساتنې او استقامت او ځوان نسل ته د هغو د عملی لارو چارو د رسولو یوه مهمه دنده وبلله.
-
د کندهار ولایت کې د افغاني جامو خرڅلاو زیات شوی دی
اسد 29, 1402 15:07کندهار کې د افغاني کالیو چې په ملي کالیو هم مشهوره دي خرڅلاو يي زیات شوی دی پلورنکي وايي دوی د هیواد د داخل سره سره په بهرنیو هیوادونو کې زیات مشتریان لري او د ټولنیزو رسنیو له لارې پیردونکي پیدا کوي. د میرمنو په لاس جوړ دغه کالي د ۸۰۰ افغانیو څخه نیولي بیا تر ۷۰ زره افغانیو بیه لري.
-
عبدالسلام حنفي: هیچا ته به اجازه ورنه کړو چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي
اسد 29, 1402 15:03د سرپرست حکومت اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې دوى له نړۍ او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي.
-
ننگرهار ولایت کي یوه ځوان وړیا ګرځنده کتابتون جوړ کړی
اسد 29, 1402 15:01ننګرهار کې يو ځوان د مطالعې ته د خلکو هڅونې لپاره ګرځنده کتابتون جوړ کړی. دا ځوان وايي دغه نندارتون يې په شخصي لګښت جوړ کړی او غواړي د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې ګرځنده نندارتونونه جوړ کړي. اخوا د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین هم ددې ځوان له هڅو ستاينه کوي او د هر ډول همکارۍ ډآد ورکوي.
-
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: موږ د نړیوالې ټولنې په همکارۍ باور لرو
اسد 29, 1402 14:59د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، سرپرست حکومت له نړیوالې ټولنې سره په بېلابېلو برخو کې پر هر اړخیزو همکاریو باور لري. مولوي عبدالکبير چې په انلاين توګه يې د چين او جنوبي اسيا د نندارتون په پرانيستونکې غونډه کې ګډون کړی و، ټينګار وکړ چې اقتصاد د دوی د حکومت اساسي ستنه ده.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
اسد 29, 1402 14:58د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 29, 1402 14:39د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 28, 1402 16:27د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
افغان تکواندو لوبغاړي وتوانېدل چې د سپينو زرو یو او د برونزو دوه مډالونه وګټي
اسد 28, 1402 16:08د افغانستان د تکوانډو ملي لوبډلې د سویلي کوریا د تکوانډو په نړیوال فسټیوال کې یو د سپینو زرو او دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
-
د پاکستان حکومت او پوځ په پښتون مېشتو سيمو کې د ناامنيو پر ډېرېدا تورن شوی
اسد 28, 1402 16:03د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان حکومت او پوځ په پښتون ميشتو سيمو کې د ترهګرۍ او ناامنيو پر زياتوالي تورن کړی دی د دغه غورځنګ مشر پرون په اسلام اباد کې د يوې اعتراضيه غونډې پر مهال وويل چې که د دوی غوښتنې ونه منل شي، دوی به بل ځل اسلام اباد ته په بله بڼه ولاړ شي.