-
د ايران د ريل پټلۍ ادارې له چارواکو سره د افغانستان د ريل پټلۍ ادارې د مسوولينو لیدنه
سنبله 07, 1402 14:33د ایران د ریل پټلۍ ادارې له مشر سره د سرپرست حکومت د ريل پټلۍ ملي ادارې د پلاوي په کتنه کې د خواف هرات د ريل پټلۍ له لارې د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد پر زياتوالی او چټکوالي باندي ټينګار شوی دی. څو ورځو مخکې د ريل پټلۍ د ملي ادارې د عمومي رييس بخت الرحمن شرافت په مشرۍ يو پلاوي د ايراني چارواکو په بلنه تهران ته سفر وکړ او د دغه هېواد له يو شمېر چارواکو سره يې ليدنې او خبرې اترې وکړې.
-
د کرنې او اوبو لګونې په برخه کې د جاپان د مرستو ډاډ
سنبله 07, 1402 14:30په افغانستان کې د جاپان سفیر د سرپرست حکومت له چارواکو وغوښتل چې د افغانانو اړتیاوو پوره کولو ته پاملرنه وکړي.
-
د سره صلیب د فعالیتونو د بندېدلو له امله د کندهار د میرویس روغتون ستونزې
سنبله 07, 1402 14:28د کندهار میرویس روغتون ته اووه څلوېښت میلیونه افغانۍ د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا منظور شوي تر څو د دغه روغتون اړتیاوې روباندې پوره شي. د کندهار میرویس روغتون چې له تېرو څو میاشتو راهیسي سره صلیب ورباندي درمل بند کړي وو له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
-
د ډبرو سکرو صادرکوونکو ته د کانونو وزارت نوې لارښوونې
سنبله 07, 1402 14:25د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی او ويلي يې دي چې د روان هجري لمریز کال د عقرب میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته، د دغه وزارت له لیکلي اجازې پرته هيڅوک هم نشي کولای چې د ډبرو سکاره بهر ته صادر کړي.
-
د رئيس الوزرا له مرستيال سره د ايران د پارلمان د پلاوي لېدنه
سنبله 07, 1402 14:22د ایران د پارلمان د پلاوي د سفر او د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د کتنې په تر څ کې دغه پلاوی د رئيس الوزرا له سیاسی مرستیال سره کتنه او خبرې اترې کړې دي په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو برخو کې د ایران او افغانستان د اړیکو پراختیا مهمه وبلله.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
سنبله 07, 1402 14:18د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 07, 1402 14:06د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 06, 1402 16:09د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د مرکزي اسیا د ۱۷ کلنو لوبغاړو د فوټبال سیالیو کې افغانستان درېیم ځای خپل کړی
سنبله 06, 1402 16:07د افغانستان لوبډلې د کافا جام په سیالیو کې د ازبکستان لوبډلې ته خپله وروستۍ لوبه د درې پر صفر په توپیر سه وبایلله چې په دې سره يې په درجه بندۍ کې یې دوه یم ځای له لاسه ورکړ او دریم مقام ته را کښته شو.
-
د صهیونیستي رژیم او د لیبیا د بهرنیو چارو د وزیرانو لیدنې ته توند غبرګونونه
سنبله 06, 1402 16:03د یکشنبې په شپه د صهیونیستي رژیم د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیبیا د هیواد د بهرنیو چارو د وزیرې د لیدنې په غبرګون کې د لیبیا خلکو یو ځل بیا له دغه رژیم سره د جوړجاړی په اړه خپل مخالفت اعلان کړی. له دغو لاریونونو وروسته د لیبیا د بهرنیو چارو وزیره له خپلې دندې ګوښه شوې.