-
د ملګرو ملتونو له استازي سره د کاظمي قمي لیدنه
سنبله 06, 1402 15:59د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او په کابل کې د دغه هیواد سفیر حسن کاظمی قمی په ایران کې د ملګرو ملتو له همغږی کوونکی اشتفان پریزنیر سره په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نړیوال ملاتړ په اړه خبرې اترې کړی دی.
-
د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره د هرات د خلکو ګڼه ګوڼه
سنبله 06, 1402 15:56د هرات د پاسپورټ ریاست مسوولین وايي چې دوی هره ورځ تر یونیم زرو پورې پاسپورټونه وېشي او دا بهیر به لنډمهال نه وي. دهرات خلک شپه او ورځ د پاسپورت ریاست مخې ته راټول او د پاسپورټ اخېستو په تمه وي. خلک وايي، له میاشتو میاشتو راهیسې پاسپورټ ته انتظار باسي، خو تر اوسه یې نه دی ترلاسه کړی.
-
د چارسمبالي حکومت له ځینو چارواکو سره د ایران د اسلامي مجلس د غړیو لیدنه
سنبله 06, 1402 15:54د ایران د اسلامی شورا د مجلس د استازیو پلاوی چې کابل ته یې سفر کړی، د روغتیا د وزیر او د چارسمبالي حکومت د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په ګډون د چارسمبالي حکومت له ځینو چارواکو سره کتلي.
-
افغانستان د بل له تکیې څخه د خلاصون لپاره مسلکي کادرونو ته اړتیا لري
سنبله 06, 1402 15:50د لوړو زده کړو وزارت چارسمبالی وزیر وايي، افغانستان مسلکي کادرونو ته اړتیا لري ځکه چې لوستي او با استعداده کسان کولای شي هېواد د بل له تکيې او اړتیا څخه وژغوري.
-
ازبکستان له هند او پاکستان سره د تورخم له لارې سوداګري پيلوي
سنبله 06, 1402 15:43ازبکستان تورخم له لارې پاکستان، هند او نورو اسيايي هېوادونو ته صادرات او واردات پيلوي. د ازبکستان لوړ پوړي پلاوي د ننګرهار تورخم ښارګوټي څخه د ليدنې پرمهال افغان چارواکو سره به خبرو کې ویلي د تورخم له لارې د سوداګريزو توکو په لیږد راليږد کې به زرګونه کسانو ته هم د کار زمنیه برابره شي.
-
تاشکند د قوش ټېپې کانال د پروژې بشپړولو ته چمتو والی ښودلی دی
سنبله 06, 1402 15:39یو سوداګریز پلاوي چې له ازبکستان څخه یې کابل ته سفر کړی، د دغه هېواد د کرنې، صنعت او سوداګرۍ له وزیرانو سره په کتنه کې ژمنه کړې چې د کرنې په برخه کې به همکاري کوي او له افغانستان سره به سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې پراخوي.
-
تهران ته د اوسپنې پټلۍ د ادارې د مشر سفر
سنبله 06, 1402 15:36د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رييس ايران ته سفر کړی. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په دې اړه خبر ورکړی چې د دې ادارې عمومي رئيس ملا بخت الرحمن شرافت د ايران د اوسپنې پټلۍ د رياست په رسمي بلنه له خپل يوه پلاوي سره تهران ته تللى دى.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
سنبله 06, 1402 15:25د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
د فوټبال د جزيرې غوره ليګ سياليو د درېيمې اونۍ
سنبله 05, 1402 15:40د فوټبال د جزيرې غوره ليګ سياليو د درېيمې اونۍ په ترڅ کې پرون ماښام د آرسنال، منچسټر يونايټيډ او ټاټنهام لوبډلو له خپلو سياليو لوبډلو سره لوبې وکړي.
-
اوکراین کې د دوو الوتکو د ټکر له امله درې تنه وژل شوي
سنبله 05, 1402 15:32د روزنيز ماموريت پر مهال د دوو اوکرايني الوتکو په ټکر کې درې پيلوټان وژل شوي دي.