-
په لغمان کې د بهرمېشتو پانګوالو د جذب هڅې
سنبله 11, 1402 15:25په لغمان کې بهر مېشتو افغان پانګوالو لخوا د درې میلیونه ډالرو په ارزښت پر سلګونه جریبه ځمکه باندې د مالټو باغونو، مالدارۍ فارمونو او تفريحي ځایونو د جوړولو کارونه روان دي.بل پلو د لغمان والي وايي غواړي ددې ولایت نورې دښتي هم پانګوالو ته ورکړي، چې ابادولو ترڅنګ خلکو ته کار زمینه هم برابره کړي.
-
د سنګان – خواف د اورګاډي پټلۍ څخه د اوسپنې پټلۍ د اداري پلاوي لیدنه
سنبله 11, 1402 15:23د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د ملي ادارې پلاوي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د سنګان– خواف د اورګاډي پټلۍ له پروژې څخه لیدنه کړې ده.
-
د اسلامي هېوادونو عالمانو د چارسمبالي حکومت له چارواکو سره لیدنه کړې
سنبله 11, 1402 15:20د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او د عالمانو شورا استازیو کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د چارسمبالي حکومت له یو شمېر چارواکو سره کتلي او خبرې اترې یې ورسره کړې دي. د دغه سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پلاوی به له طالب چارواکو سره په څو اړخونو خبرې کړي.
-
د مرکزي بانک له خوا د هدایت الله بدري د موټر ټکر د پېښې منل
سنبله 11, 1402 15:16د افغانستان مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلې ده چې د دغه بانک مشر هدایت الله بدري؛ تېره ورځ د هرات ـ کندهار پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
سنبله 11, 1402 14:51د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
د کرېکټ نړیواله شورا: راشد خان د آسیا د کرېکټ ملي لوبډلې کپټان وټاکل شو
سنبله 09, 1402 14:58د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرېکټ ستوری راشد خان د آسیا د کرېکټ ملي لوبډلې د کپټان په توګه غوره کړ.
-
غصب شوې ځمکې: د صهيونيسټي رژيم د پوځیانو يو موټر په بم والوزول شو
سنبله 09, 1402 14:55په نابلس کې د صهیونیسټي پوځیانو د موټر په لاره کې بمي چاودنې د دغه رژیم یو سرتیری وژلی او درې پوځیان یې ژوبل کړي دي.
-
د کورنیو چارو وزارت: په مهمو ځایونو کې نوې امنیتي کمرې نصب کېږي
سنبله 09, 1402 14:51د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د خلکو د ذهني او فزیکي خوندیتوب لپاره یې په ټول هېواد کې د څارنې کمرې نصب کړي دي. د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې، دا کار د حکومت د څلور کلنې ستراتیژۍ یوه برخه ده؛ خو تر اوسه په دې اړه کومه ځانګړې بودجه په پام کې نه ده نیول شوې.
-
د خراسان رضوي د کډوالو چارو اداره: افغان زائرین کولای شي په مستقیم ډول د اسلام کلا له لارې د چذابه بندر ته ولاړ شي
سنبله 09, 1402 14:49د خراسان رضوي د بهرنيو اتباعو او کډوالو د چارو عمومي مشر ويلي چې د اربعين د مراسمو د وخت د محدوديت له امله، افغان زيارت کوونکي کولاى شي د اسلام کلا له لارې څخه په مستقيم ډول د چذابه بندر ته ولاړ شي.
-
کندهار: په دغه ولايت کې د هندواڼو او خټکيو بيې لوړې شوې دي
سنبله 09, 1402 14:45کندهاري کروندګر وايي د خټکیو او هندواڼو سږني حاصلات يي د وچکالۍ له امله کم دي کروندګر وايي سږکال يي د اوبو د کمښت له امله حاصلاتو کې کموالی راغلی او دوی ته ډیره ګټه نه کوي. د کندهار د کرني ریاست مسولین هم وايي چې د کندهار هندواڼو او خټکو سږني حاصلات د تیرکال په پرتله کم شوي دي.