-
افغانستان به ډېر ژر د ایران له چابهار بندر سره ونښلول شي
سنبله 13, 1402 15:36د چارسمبالي حکومت د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشر ویلي چې افغانستان به ډېر ژر د ایران له چابهار بندر سره ونښلول شي.
-
د چارسمبالي حکومت د کابینې غونډه، د وسلو د لېږد پر څرنګوالي خبرې شوي
سنبله 13, 1402 15:31د چارسمبالي حکومت د کابینې په غونډه کې د زغره والو موټرو او وسلو د لېږد د څرنګوالي په اړه د ګمارل شوي ځواک طرحه تر بحث وروسته تصویب شوه.
-
په کابل کې د امیرخان متقي او کاظمي قمي لیدنه
سنبله 13, 1402 15:28د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي وزیر اميرخان متقي نن په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره لیدلي دي.د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو پر اوسنيو مسايلو خبرې کړې او د اړيکو او همکاريو پر پياوړتيا يې ټينګار هم کړی.
-
کېدای شي سږ کال د زیارت کوونکو شمېر ۳۰ میلیونو ته ورسیږي
سنبله 13, 1402 15:25د کربلا والي وايي: وړاندوینه کوو چې سږ کال به تر دېرش میلیونه ډېر کسان کربلا ته راشي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
سنبله 13, 1402 15:05د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
سرپرست حکومت: د افغانستان د مسايلو په اړه له نړيوالو سره خبرو ته چمتو يوو
سنبله 12, 1402 15:04د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د افغانستان د مسايلو په اړه له نړيوالو سره خبرو ته چمتو يوو
-
کربلا ته په لار د امام حسین ع د زیارت د زیارت کوونکو تازه حال احوال
سنبله 12, 1402 14:59په دغه ټلیفوني خبرو کې زموږ همکار د اربعین په اړه تازه معلومات راکوي
-
عراق ته د امام حسین د زیارت کوونکو زیاتوالی
سنبله 12, 1402 14:55عراق ته د امام حسین د زیارت کوونکو لړۍ زیاته شوې ده او په دې ورځو کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګڼ شمېر زیارت کوونکي کربلا ته روان دي
-
کندهار کې د لومړي ځل لپاره د روب جوړولو کارخونه جوړه شوه
سنبله 12, 1402 14:47په کندهار ولایت کې د لومړي ځل لپاره د روب جوړولو یوې کارخونې په فعالیت باندې پیل کړی دی. د مسوولینو په وینا په دغه کارخونه کې هره ورځ شاوخوا سل ټنه روميان پروسېس او روب ترې جوړیږي. دوی زیاته کړې، چې په دغه کارخونه کې د کندهار، هلمند او فراه ولایتونو له رومیانو څخه روب جوړیږي، چې کروندګر يې د خپلو حاصلاتو لپاره ښه بازار بولي. د کارخونې مسوولینو ویلي، چې ځان سره یې په دغه فابریکه کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.
-
د ښارجوړونې وزارت: سرپل ولايت کې د ښوونکو د ښارګوټي عملي کار پيل شو
سنبله 12, 1402 14:37د ښارجوړونې وزارت تازه ویلي چې سرپل ولايت کې د ښوونکو د ښارګوټي عملي کار پيل شو