-
د اسیاجام د فوټبال پيلیزې سیالۍ، افغانستان، ازبکستان ته لوبه وبایلله
سنبله 16, 1402 14:51د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د دوه زره څلورویشتم کال د اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له ازبکستان سره وکړه.
-
په نړۍ کې د تودوخې د ډېروالي له امله خبرداری
سنبله 16, 1402 14:47وروسته تردې چې څرګنده شوه چې د زمکې خاورینه کره د خپلې ثبت شوې تودوخې په تاریخ کې ترټولو ګرم دوبي تجربه کوي؛ ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د اقلیم د بدلون بهیر پیل شوی دی.په همدې ورځ د اروپايي ټولنې د اقلیم څارونکو خبر ورکړی دی چې دوه زره درویشتم کال به د بشر په تاریخ کې تر ټولو تود کال وي.
-
په فرانسه کې د اسلام ضد کړنو دوام
سنبله 16, 1402 14:44سره له دې چې د فرانسې حکومت د دغه هېواد ښوونځيو ته د مسلمانو زده کوونکو پر ننتوتلو ځيني بندیزونه لګولي وو، څه باندې درې سوه زده کوونکې د اسلامي حجاب په اغوستلو ښوونځيو ته تللي.
-
په افغانستان کې د ترهګرۍ خپرېدا ته د روسيې اندېښنې
سنبله 16, 1402 14:40د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياند ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت او د سيمې نورو هېوادونو ته د ترهګرۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره د سيمه ييزو متحدينو هڅو ته اړتيا ده.
-
د کابل په لوېديځ کې د څښاک د اوبو د لېږد یوه پروژه پرانېستل شوه
سنبله 16, 1402 14:34په داسې حال کې چې په پلازمېنه کې د څښاک د اوبو کمښت مخ په ډېرېدو دی، د ساختماني او اوبو رسولو شرکت مسوولین وايي؛ دوی د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د کابل ښار د دیارلسمې، شپږمې او پنځمې ناحیو د اوسېدونکو لپاره د اوبو د لېږد پروژه پرانیستله.
-
په کندهار کې نوی ښوونیز کال پيل شو
سنبله 16, 1402 14:32سيمه يېز چارواکي وايي چې د نويو زده کوونکو شمېر تر پخوا ډېر دی.
-
تورخم کې د پرونۍ جګړې له امله د تورخم دروازه بنده شوې ده
سنبله 16, 1402 14:29تيره ورخ په تورخم ښار ګوټې کې وروسته له هغې جګړه رامنځ ته شوي، چې افغان ځواکونو د ډیورنډ کرښې دېخوا په خپله خاوره کې یوه امنیتې پوسته ترميموله ، چې د پاکستانې ځواکونو له لوري پري برید شوي او جګړه رامنځ ته شوي. چارواکي وايي د جګړي وروسته د تورخم دروازه د پاکستان لوری تړل شوي، افغان سوداګر او مسافر له ستونزو سره مخ دي. په همدې حال کې په تورخم ښار ګوټې کې عام خلک له د دواړو لورو غواړي ستونزې دې خبرو له لارې حل کړي.
-
پاکستان له افغانستان څخه ګمرکي محصول درې برابره لوړ کړی دی
سنبله 16, 1402 14:23د چارسمبالي حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی دی چې پاکستان په سرحدي پولو کې د ځینو افغاني توکو د ګمرکي د طی مراحل موده له دریو ورځو څخه لسو ورځو ته لوړه کړې ده.
-
د چارسمبالي حکومت له چارواکو سره د اسلامي همکاريو سازمان د پلاوي لیدنه
سنبله 16, 1402 14:18د چارسمبالي حکومت له یو شمېر چارواکو سره د اسلامي همکاریو د سازمان د پلاوي تر کتنې وروسته دغه سازمان وايي، ښوونه او روزنه د ښځو او نارینه وو لپاره یوه اسلامي دنده ده.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
سنبله 16, 1402 14:08د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي