په فرانسه کې د اسلام ضد کړنو دوام
سره له دې چې د فرانسې حکومت د دغه هېواد ښوونځيو ته د مسلمانو زده کوونکو پر ننتوتلو ځيني بندیزونه لګولي وو، څه باندې درې سوه زده کوونکې د اسلامي حجاب په اغوستلو ښوونځيو ته تللي.
د روسي شبکې راشاتودي د راپور له مخې، د فرانسې د پوهنې وزیر اعلان کړی چې د دې بندیزونو تر لګولو وروسته، ډیری نجونې ښوونځیو ته په بېلابېلو لباسونو کې تللي ترڅو ټولګیو ته د ننوتلو اجازه یې ترلاسه کړي.د راپور له مخې د فرانسې د حکومت له خوا د مسلمانو نجونو په جامو باندې د لګول شویو بندیزونو د نه منلو له امله اووه شپېته ښځینه زده کوونکې ښوونځیو ته له تلو منع شوي دي.د فرانسې حکومت وايي، د ښوونځيو مسوولینو او حکومت د دغو زده کوونکو له کورنیو سره خبرې پیل کړي او که دغه خبرې بریالۍ نه شي، د دوی بچي به له ښوونځیو و ویستل شي.دا لومړی ځل نه دی، چې فرانسه هڅه کوي د دغه اروپايي هېواد پر مسلمانه ټولنه د خپلو اسلامي ضد قوانینو له لارې فشار ډېر کړي، تر دې مخکې هم د دغه هېواد حکومت پر مسلمانانو د حجاب په اغوستلو بندیز لګولی و. فرانسه یو له هغو اروپايي هېوادونو څخه دی چې د مسلمانانو پر وړاندې یې ډېر سخت ګامونه اخیستي دي.