قزاقستاني چارواکي سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر سلامشورې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i47227-قزاقستاني_چارواکي_سره_د_صنعت_او_سوداګرۍ_وزیر_سلامشورې
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، قزاقستان ته د خپل سفر په څنډه کې د قزاقستان د ترکستان له والي نورخان کشراوف او په هغه هیواد کې میشتو یو شمیر افغان پانګوالو سره ولیدل.
(last modified 2025-10-28T08:36:04+00:00 )
عقرب 06, 1404 13:05 Asia/Kabul
  • قزاقستاني چارواکي سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر سلامشورې

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، قزاقستان ته د خپل سفر په څنډه کې د قزاقستان د ترکستان له والي نورخان کشراوف او په هغه هیواد کې میشتو یو شمیر افغان پانګوالو سره ولیدل.

عزیزي د ترکستان له والي سره په خپله لیدنه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د ترکستان د آزادې سوداګرۍ زون د جوړولو په اړه بحث او سلامشورې وکړې.هغه د قزاقستان چارواکو ته هم بلنه ورکړه چې د ګډې همکارۍ د ساحو د سپړلو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.عزیزي په قزاقستان کې یو شمیر افغان پانګوالو سره په خپله لیدنه کې ډاډ ورکړ چې سرپرست حکومت د ټولو هغو نوښتونو ملاتړ کوي چې د ملي اقتصاد د ودې او د هیواد د صادراتو د زیاتوالي سره مرسته کوي.