-
د کابل–اسلامآباد ترمنځ د مذاکراتو درېیمه ورځ
عقرب 05, 1404 12:57د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن وویل چې په ترکیه کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د خبرو اترو دوهم پړاو خپلې دریمې ورځې ته داخلیږي. هغه وویل چې د دې خبرو اترو پایلې به ډیر ژر د مسؤلو اشخاصو له لارې اعلان شي.
-
د فلسطینیانو په ملاتړ نړیوال پراخ لاریونونه
عقرب 05, 1404 12:53نړیوالو رسنیو د فلسطین ولس په ملاتړ کې د پراخو نړیوالو لاریونونو راپور ورکړی دی. د اروپا، آسیا او امریکا په ګڼو ښارونو کې د صهیونیستي رژیم د غیر انساني چلند په وړاندې د خپل نفرت او کرکې څرګندولو لپاره په لویه کچه لاریونونه ترسره شوي دي
-
د چین سمندر کې د دوو امریکايي الوتکو لویدل
عقرب 05, 1404 12:52د امریکا پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه ایف اتلس جنګي جیټ او یوه سی هاوک هلیکوپټر د الوتکې وړونکې بېړۍ څخه پورته د فعالیت پرمهال په سمندر کې نسکوره شوه.
-
شمالي وزیرستان کې د ۵ پاکستاني سرتیرو وژل کیدل
عقرب 05, 1404 12:51د پاکستان پوځ وايي چې په کرم ایجنسۍ او شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په نښته کې د دوی پنځه سرتیري وژل شوي دي.
-
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي
عقرب 05, 1404 12:50د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې هغه د لبنان د وروستۍ جګړې په منځ کې ایران ته د تګ سره موافق نه دی ځکه چې هغه دا د خپلو اخلاقي ارزښتونو خلاف ګڼي.
-
په کابل کې د ایراني پلاوي د خبرو اترو او بحثونو دویمه ورځ
عقرب 05, 1404 12:49په کابل کې د ایراني پلاوي د خبرو اترو او بحثونو دویمه ورځ چې مشري یې کاظم غریب ابادي کوي افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې پیل شوه.
-
هلمند کې د برښنا د دوو پروژو پرانیسته
عقرب 05, 1404 12:48د هلمند ولایت چارواکي وايي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د څلوېښت میلیون ډالرو په ارزښت د بریښنا دوه پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
-
د لومړي ځل لپاره د رېل پټلۍ له لارې د ډیزل تیل واردیدل
عقرب 05, 1404 12:47د ډیزل تیلو باندې بار لومړی ریل چې شل واګونونه دولس سوه شل ټنه وزن یې درلود هرات - خواف څخه د هرات ولایت روزنک تمځای ته ورسیدل.
-
د افغانستان د صادراتو لپاره د بدیلې لارې لپاره هڅې
عقرب 05, 1404 12:46د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي چې دوی هڅه کوي د افغانستان د صادراتو لپاره بدیلې لارې ومومي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 03, 1404 13:58د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه