-
په تېرو دوو لسیزو کې د ۱۳۰ خبریالانو وژل کیدل
عقرب 12, 1404 13:15د افغانستان خبریالانو مرکز په یوه راپور کې ویلي چې په تیرو دوو لسیزو کې په هیواد کې یو سل او دیرش خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
-
خیبرپښتونخوا ایالت کې بمي چاودنه
عقرب 12, 1404 13:15د خیبر پښتونخوا ایالت پولیس وايي چې په دې ولایت کې په یوه چاودنه کې درې پولیس ټپیان شوي دي.
-
غزه او لویدیځه غاړه باندې د صهیونیستي رژیم برید
عقرب 12, 1404 13:14تېره شپه د غزې تړانګې او د لوېدیځې غاړې مختلفې سیمې د صهیونیستي رژیم د وحشیانه بریدونو شاهد وو. صهیونیسټانو په دې بریدونو کې د خلکو کورونه ویجاړ کړل. د دې بریدونو په ترڅ کې د څو فلسطینیانو شهادت او ټپي کېدل هم تایید شوي دي.
-
د سوریې په سویل کې د صهیونیستي رژیم پوځي خوځښتونه
عقرب 12, 1404 13:12د سوریې تلویزیون د هیواد په جنوبي سرحدي سیمو کې د صهیونیستي پوځ د پوځي فعالیتونو د زیاتوالي راپور ورکړی دی.
-
د عراق پارلماني ټاکو لپاره د ۷۷۰۰ نوماندانو سیالي
عقرب 12, 1404 13:11د عراق په پارلمان کې د دوه سوه نهه ویشتو څوکیو لپاره پنځه زره پنځه سوه څلور نارینه نوماندان او دوه زره دوه سوه پنځوس ښځینه نوماندانې سیالي کوي.
-
د زیمبابوې پر وړاندې د افغانستان اتلولي
عقرب 12, 1404 13:10افغان کریکټ لوبډلې له زیمبابوې څخه د شل اوریزې لوبلړۍ ټولې سیالۍ وګټلې
-
په ریاض کې د افغانستان لومړۍ تمریناتي لوبه
عقرب 12, 1404 13:03د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو پیوستون شپږم پړاو لوبو کې د ګډون لپاره خپله لومړۍ تمریني لوبه ترسره کړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 10, 1404 12:31د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغانستان د فوټسال لوبډله ډک لاس راورسیده
عقرب 10, 1404 12:30د افغانستان د اوولس کلنو فوټسال ملي لوبډله نن سهار د آسیا د ځوانانو د اتلولۍ د سرو زرو مډال ګټلو او د ښاریانو له تود هرکلي وروسته کابل ته راورسیده.
-
د ننګرهار ولايت اړوند تورخم دروازه تر دوه ویشت ورځو ځنډ وروسته يوازې د کډوالو پرمخ پرانیستل شوه.
عقرب 10, 1404 12:29د ننګرهار ولايت اړوند تورخم دروازه تر دوه ویشت ورځو ځنډ وروسته يوازې د کډوالو پرمخ پرانیستل شوه. راستانه شوي ګډوال بيا د ډيورنډ کرښې هغې لورته د لارې د بنديدو له امله د ګڼو ستونزو د ګاللو خبره کوي او زیاتوي چې په تیرو دوه ویشت ورځو کې ګډوال د شنه اسمان لاندې په سرکونو اوسیدل او هيڅ ډول خدمات ورته نه دي برابر شوي.