-
پاکستان سره د ستونزې پر سوله ییز حل د کابل ټینګار
عقرب 10, 1404 12:27د سرپرست حکومت ویاند په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته هیڅ ګواښ نشته او کابل تحریک طالبان پاکستان ته اجازه نه ورکوي چې په افغان خاوره کې فعالیت وکړي. هغه ټینګار وکړ چې کابل له پاکستان سره د تاوتریخوالي سوله ایز حل غواړي.
-
داعش څخه د پاکستان پر ملاتړ د المرصاد رسنۍ ادعا
عقرب 10, 1404 12:23د سرپرست حکومت استخباراتي ادارې پورې اړوند المرصاد رسنۍ په یوه راپور کې ادعا کړې چې د داعش د بندیانو د اعترافونو پر بنسټ، د پاکستان استخباراتي اداره او د دغه هیواد پوځ د دې ترهګرې ډلې غړي روزي او افغانستان ته یې لیږدوي.
-
د افغاني غالۍ صادراتو کې ۷۰ سلنه زیاتوالی
عقرب 10, 1404 12:22د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې مختلفو هیوادونو ته سږ کال په لاس جوړ شویو افغاني غالیو صادرات له اویا سلنې څخه زیات شوي دي.
-
اشغالګرو څخه د امریکا ملاتړ په اړه د حزب الله څرګندونې
عقرب 10, 1404 12:21د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم تېره شپه په یوه وینا کې وویل چې حزب الله به د امریکا ګواښونو ته تسلیم نشي.
-
اوربند څخه وروسته غزه کې د ورځې ۱۰ فلسطینیانو شهادت
عقرب 10, 1404 12:20په غزه کې د اوربند له تړون څخه وروسته هم د ملکي وګړو پر وړاندې سیستماتیک تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی.
-
سوډان کې د جنایتونو زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری
عقرب 10, 1404 12:20ملګرو ملتونو د سوډان په فاشر ښار کې د پراخه ظلمونو د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.
-
د زیمبابوې پر وړاندې د افغان کرکټ ملي ټیم دوېیمه بریا
عقرب 10, 1404 12:18د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لړۍ په دویمه لوبه کې زمبابوې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 08, 1404 13:59د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د اوسپنې پټلۍ له لارې د ایراني توکو لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسیده
عقرب 08, 1404 13:58په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت سرپرست وايي چې د لومړي ځل لپاره له ایران څخه افغانستان ته د تیلو صادرات د ریل پټلۍ له لارې ترسره شوي، او دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره یو مهم ګام دی.
-
پاکستان کې د داعش ډلې د مرکزونو شتون
عقرب 08, 1404 13:57د افغانستان ملي ټلویزیون د یو کس ویډیو خپره کړې چې ځان د سعیدالله په نوم د مهمند سیمې اوسیدونکی معرفي کوي، په پاکستان کې د داعش ترهګرې ډلې ځواکونو د فعالیتونو او روزنې یادونه کوي.