-
د افغانستان او ایران ترمنځ د همکارۍ ټړون لاسلیک
قوس 01, 1404 14:07په کابل کې د ایران سفارت د افغانستان او ایران د سوداګرۍ خونو ترمنځ د یوه هوکړه لیک د لاسلیک خبر ورکړی دی. د دې تړون له مخې به د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ همکاري زیاته شي.
-
افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو بیا پيل
قوس 01, 1404 14:06د سرپرست حکومت د مالیې وزارت په افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړ.
-
پاکستان وايي افغانستان باید ترهګرۍ سره مبارزه وکړي
قوس 01, 1404 14:05د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی چې له خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره مسؤلانه عمل وکړي. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړی چې د اسلام آباد مخالفو ډلو لپاره د کابل دوامداره ملاتړ د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایز ثبات راتلونکي ته جدي ګواښ دی.
-
د ولایتي ډیپلوماسۍ پر پلې کولو د ایران ټینګار
قوس 01, 1404 14:04د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیان کې وویل چې تهران د ایران له ګاونډیانو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د زیاتولو لپاره د ولایتي ډیپلوماسۍ پالیسي پلي کولو په لټه کې دی.
-
د اشغالګر رژیم لخوا په لبنان کې د اوربند نقض دوام
قوس 01, 1404 14:03نن د لبنان په جنوب کې د صهیونیستي رژیم لخوا په یوه موټر باندې د ډرون برید کې یو کس شهید شو. د لبنان روغتیا وزارت د راپور له مخې د اوربند د تړون له پلي کیدو راهیسې د لبنان په بیلابیلو برخو کې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې له درې سوه څخه ډیر لبنانيان شهیدان شوي دي.
-
لویدیځه غاړه باندې د اشغالګرو بریدنونو دوام
قوس 01, 1404 14:03د صهیونیستي رژیم پوځ د لویدیځې غاړې په نابلس ښار کې په یوه برید کې یو فلسطیني پولیس افسر وواژه او یو بل یې ونیول.
-
د اسلامي پیوستون سیالۍ کې د افغان لوبغاړو ځلیدل
قوس 01, 1404 14:02د اسلامي هیوادونو د پیوستون لوبو شپږم پړاو پرون په سعودي عربستان کې پای ته ورسېد، او د افغانستان سپورټ کاروان درېیو مډالونو سره په شپږ ویشتم ځای کې و.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 29, 1404 13:07د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د سوریې جنوب ته د نتانیاهو سفر غندنه
عقرب 29, 1404 13:05د ملګرو ملتونو ویاند ستفان دوجاریک د سوریې سویلي سیمې ته د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سفر په اړه په کلکه نیوکه وکړه او دا یې د سوریې د حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه وبلله.
-
د فلسطینیانو په پنډغالي د صهیونیستانو برید
عقرب 29, 1404 13:04د مقاومت د عالمانو د نړیوالې ټولنې مشر ماهر حمود ویلي دي چې صهیونیستي رژیم هڅه کوي چې په لبنان کې د فلسطین په کمپ باندې برید د دروغو په ویلو سره توجیه کړي، او دا کار د امریکا د ملاتړ او د عربي هیوادونو د چوپتیا په سیوري کې کوي.