-
افغانستان کې د پانګونې لپاره د هند لیوالتیا
عقرب 29, 1404 12:49د هند حکومت ویلي چې نوي ډیلي د افغانستان په کانونو او د اوبو برېښنا پروژو کې پانګونه ارزوي. دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته په پنځه ورځني سفر تللی دی، او ویل کیږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو اصلي تمرکز د چابهار بندر لارې په اوږدو کې د اسانتیاوو رامینځته کول دي.
-
۶۲ پناه غوښتونکي د پیسو ترلاسه کولو سره موافق دي
عقرب 29, 1404 12:48د آلمان فدرالي حکومت دغه هيواد ته تلونکو ژمنه لرونکو افغانانو ته د پيسو په بدل کې له ژمنې تېرېدو وړانديز کړی و. دوه شپیته افغانانو منلی دی.
-
د ماشومانو ورځې په مناسبت د کرزي پیغام
عقرب 29, 1404 12:47د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نومبر په شلمه، د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.
-
د افغان کډوالو د پیژندلو لپاره د انعام ټاکل
عقرب 29, 1404 12:46د پاکستان د پنجاب ایالت د اطلاعاتو او نشراتو وزیرې عظما بخاري ویلي دي چې دوی د افغان کډوالو د پیژندلو لپاره د پیسو انعام اعلان کړی دی.
-
د ونزویلا نفتي تاسیساتو کې چاودنه
عقرب 29, 1404 12:45د ونزویلا رسنیو او د دغه هیواد د دولتي تیلو شرکت چارواکو د یاد هیواد په ختیځ کې د پتروسدنو د تیلو په تاسیساتو کې د چاودنې او اور لګیدو راپور ورکړ.
-
د هانګ کانګ پر وړاندې د افغانستان بریا
عقرب 29, 1404 12:44د افغانستان د کریکټ الف لوبډلې د اسیا د دوه زره پنځه ویشتم کال د ځوانانو اسیایي جام په دریمه لوبه کې هانګ کانګ ته په څلور ویشت منډو ماتې ورکړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 28, 1404 13:58د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د ځوانانو اسیا جام کرکټ سیالۍ
عقرب 28, 1404 13:57د افغانستان د کرکټ الف ملي لوبډله د ځوانانو اسیا جام شل اوریزو سیالیو په خپله دریمه لوبه کې له هانګ کانګ سره مخ شوه.
-
لویدیځه غاړه باندې د صهیونیستي پوځيانو برید
عقرب 28, 1404 13:56د فلسطین رسنیو د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې د صهیونیسټي ځواکونو لخوا د پراخو چاپو خبر ورکړ.
-
د لبنان په جنوب د صهیونیستي رژیم ډرون برید
عقرب 28, 1404 13:56تېره شپه د لبنان په جنوب کې د فلسطیني کډوالو په یوه کمپ باندې د صهیونیستي رژیم د بې پیلوټه الوتکې برید پنځلس کسان شهیدان او ګڼ نور ټپیان کړل. صهیونیستي رژیم ادعا وکړه چې د حماس روزنیز مرکز یې په نښه کړی دی، خو حماس دا ادعا رد کړه او وايي چې دوی د لبنان په کډوالو کمپونو کې تعلیمي اسانتیاوې نلري.