-
د لبنان حزب الله لوړپوړي قوماندان شهادت
قوس 03, 1404 13:20د لبنان حزب الله غورځنګ د لبنان په جنوبي ضاحیه سیمه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو په ترڅ کې د خپل لوړ پوړي قوماندان شهادت تایید کړی او ویلي یې دي چې په دې بریدونو کې پنځه کسان چې ملکي وګړي هم پکې شامل دي، شهیدان او څو نور ټپیان شوي دي
-
په لویدیځه غاړه او غزه باندې د صهیونیسټانو بریدونه
قوس 03, 1404 13:19فلسطین رسنیو د لویدیځې غاړې د مرکز رام الله په ختیځ کې د صهیونیسټي ځواکونو د برید راپور ورکړی او ویلي یې دي چې په دې برید کې یو ځوان فلسطینی شهید شوی دی. غزه هم نن د صهیونیستي رژیم د تکراري یرغل شاهده وه.
-
سرپرست حکومت سره د دښمنۍ لپاره د لویدیځ هڅې
قوس 03, 1404 13:18د سرپرست حکومت د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ویلي دي چې لویدیځوال هڅه کوي چې د دوی نظام کمزوری کړي.
-
ازبیکستان سره د افغانستان ډبروسکارو سوداګري
قوس 03, 1404 13:17د سرپرست حکومت د بلخ والي ویاند وايي چې د افغانستان ډبرو سکاره به اوس د پاکستان پر ځای ازبیکستان ته صادر شي.
-
د ګوزڼ واکسین څلورم پړاو کمپاین پيل
قوس 03, 1404 13:16په افغانستان کې د پولیو واکسین څلورم پړاو پیل شو. د روغتیا وزارت وايي چې دا پروسه په اوولسو ولایتونو کې پیل شوې او تمه کیږي چې دا کمپاین به د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي اووه میلیونه څلورسوه ماشومان تر پوښښ لاندې راولي.
-
د افغانستان د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری
قوس 03, 1404 13:14د افغانستان د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې ناچاوده توکي هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي.
-
پېښور ښار کې ځانمرګی برید
قوس 03, 1404 13:13نن سهار د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور کې یو ځانمرګی برید وشو.
-
د «امام ابوحنیفه» نندارتون څلورم پړاو پای
قوس 03, 1404 13:12په کابل کې د امام ابو حنیفه ملي او نړیوال نندارتون د یوې اونۍ په جریان کې د شاوخوا یو میلیون لیدونکو له راجلبولو وروسته پای ته ورسید. د نندارتون چارواکي وايي چې د دې اقتصادي نندارتون څلورم پړاو د کیفیت او کمیت له امله پراخ هرکلي سره مخ شو.
-
د فوټبال اتلانو لیګ سیالیو دوام
قوس 03, 1404 13:11د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د پنځم پړاو په دویمه ورځ، عینو مېنې او صرافان هرات خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 01, 1404 14:08د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه