-
د منځګړو له لارې د ایران او امریکا اټومي خبرې اترې
سنبله 16, 1404 13:03د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي مسلې په اړه خبرې اترې د منځګړو له لارې روانې دي.
-
افغانستان ته له ماهیرود څخه ۱۲۲سلنه صادراتي وده
سنبله 16, 1404 13:00د جنوبي خراسان والي د ماهیرود پولې څخه افغانستان ته صادراتو کې د پام وړ وده اعلان کړه، او وویل چې یوازې سږ کال په اسد کې له دې پولې څخه د یو سل او اته اویا میلیون ډالرو څخه ډیر توکي صادر شوي چې د تیر کال په پرتله یو سل او دوه ویشت سلنه زیاتوالی ښیي. په ورته وخت کې د افغان او ایراني چارواکو ترمنځ د سوداګرۍ او سرحد ګډې خبرې اترې دوام لري.
-
غزې تړانګه کې د یرغلګر رژیم د جنایتونو دوام
سنبله 16, 1404 12:59په داسې حال کې چې د غزې په مختلفو سیمو کې د صهیونیستي رژیم بمبارۍ دوام لري، قحطي او لوږه هم د فلسطینیانو ژوند اخلي؛ یوازې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې پنځه کسان چې درې ماشومان هم پکې شامل دي د لوږې له امله مړه شوي دي. په همدې حال کې د غزې د خلکو لپاره نړیوال ملاتړ دوام لري، او پرون د اروپا په مختلفو ښارونو کې د فلسطین د ملاتړو لخوا لاریونونه وشول.
-
د کنړ زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو لړۍ دوام
سنبله 16, 1404 12:54د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو لپاره د مرستې هڅې دوام لري. پرون د ایران د مرستو دوهمه جوپه افغانستان ته راورسیده. په افغانستان کې د ایران سفیر ټینګار وکړ چې ایران افغانانو سره ولاړ دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 15, 1404 13:57د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د امارات پر وړاندې د افغانستان بریا
سنبله 15, 1404 13:56د کرېکت ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې په خپله څلورمه سیالۍ کې متحده عربي اماراتو ته د څلور منډو په توپیر ماتې ورکړه
-
ډونالد ټرامپ ته د مادورو خبرداری
سنبله 15, 1404 13:55د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویلي دي چې وینزویلا کې د نظام د بدلولو لپاره د هغه هیواد پلان یوه لویه تېروتنه ده.
-
افغانستان باندې د پاکستاني جیټ الوتکو برید
سنبله 15, 1404 13:54د کونړ ولایت سیمه ییزو سرچینو د دې ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په ناوه سیمه کې د پاکستاني جنګي الوتکو له خوا د بیا بریدونو خبر ورکړی دی. خو بلخوا د سرپرست حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د کنړ ولایت په ځینو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه بې بنسټه بولي
-
لبنان کې د حزب الله د پلویانو لاریون
سنبله 15, 1404 13:53د لبنان د حزب الله غورځنګ زرګونو ملاتړو د مقاومت ځواکونو د بې وسلې کولو د پلان په غبرګون کې د یاد هیواد په پلازمینه بیروت کې د شپې لاریون وکړ.
-
د غزې جګړه څخه د صهیونیست پوځیانو وېره
سنبله 15, 1404 13:52د صهیونیستي رژیم رسنیو اعتراف کړی چې د دوی زرګونو ځواکونو د غزې په جګړه کې له ګډون څخه انکار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې صهیونیستي رژیم څخه د نړیوالې کرکې سربیره، دې ستونزې د یاد رژیم ننګونې نورې هم زیاتې کړې دي.