-
زلزله ځپلو سیمو کې ۳۷زره خوارځواکه ماشومان
سنبله 19, 1404 13:06د ماشومانو د ژغورنې سازمان اعلان وکړ چې په کونړ ولایت کې وروستي ځمکرېږد شاوخوا اووه دیرش زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ کړي دي.
-
د انساني حقونو سازمان راپور ته د کابل غبرګون
سنبله 19, 1404 13:06د سرپرست حکومت مرستیال ویاند په افغانستان کې د انساني حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د راپور په ځواب کې وویل چې د دوی نظام د ټولو هیوادوالو د شرعي حقونو د له منځه وړلو مخه نیسي.
-
غزه کې په پاته کیدو د فلسطینیانو ټینګار
سنبله 19, 1404 13:05د صهیونیستي رژیم له خوا فلسطینیانو ته له غزې څخه د وتلو له اعلان وروسته، دوی ټینګار کړی چې په سیمه کې به پاتې شي حتی که شهیدان شي.
-
افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د چین همکارۍ
سنبله 19, 1404 13:04د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان د دې هیواد لپاره یو ښه او ستراتیژیک ملګری دی او له کابل سره د بیجینګ همکاري به په بیلابیلو برخو کې دوام ولري.
-
اشغال شویو سیمو باندې د یمن برید
سنبله 19, 1404 13:03د یمن د وسله والو ځواکونو یوه ویاند اعلان وکړ چې دوی د فلسطین-دوه هایپرسونیک توغندي سره چې ګڼ شمېر سرګلولې لري، د اشغال شوي قدس شاوخوا حساس هدفونه په نښه کړي دي.
-
قطر په پلازمېنې د صهیونیستي رژیم برید
سنبله 19, 1404 13:00پرون مازدیګر د صهیونیستي رژیم څو جنګي الوتکو د قطر د پلازمېنې دوحې په زړه برید وکړ. ویل کیږي چې د حماس غورځنګ د غونډې ځای په نښه شوی . دا برید په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه غندل شوی دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سنبله 18, 1404 13:57د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د ۱۷ کلنو فوټسال سیالۍ ګروپي پړاو پچه اچونه
سنبله 18, 1404 13:56د آسیا د اولمپیک شورا اعلان وکړ چې د بحرین اسیایي لوبو کې د اوولس کلنو فوټسال سیالیو د ګروپي پړاو پچه اچونه ترسره شوه.
-
مصر ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر
سنبله 18, 1404 13:55د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي قاهرې ته د سفر په ترڅ کې له خپل مصري سیال بدر عبدالعاطی سره ولیدل.
-
پاکستان په نړۍ کې د اپینو د تولید اصلي سرچینه ده.
سنبله 18, 1404 13:54ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان له افغانستان څخه مخکې شوی او د نړۍ په کچه د اپینو مخکښ تولیدونکی هیواد ګرځیدلی دی.