زلزله ځپلو سیمو کې ۳۷زره خوارځواکه ماشومان
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i45944-زلزله_ځپلو_سیمو_کې_۳۷زره_خوارځواکه_ماشومان
د ماشومانو د ژغورنې سازمان اعلان وکړ چې په کونړ ولایت کې وروستي ځمکرېږد شاوخوا اووه دیرش زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ کړي دي.
(last modified 2025-09-10T08:37:41+00:00 )
سنبله 19, 1404 13:06 Asia/Kabul
  • زلزله ځپلو سیمو کې ۳۷زره خوارځواکه ماشومان

د ماشومانو د ژغورنې سازمان اعلان وکړ چې په کونړ ولایت کې وروستي ځمکرېږد شاوخوا اووه دیرش زره ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ کړي دي.

دغه سازمان نن په یوه بیان کې وویل چې د دې شمیر ماشومانو سربیره لس زره امیندواره او شیدې ورکوونکې میرمنې هم په زلزله ځپلو سیمو کې بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.په افغانستان کې د تغذیې ګروپ د ارزونې له مخې چې د بشردوستانه سازمانونو ایتلاف دی چې د ماشومانو د ژغورنې سازمان هم پکې شامل دی وايي چې په دې سیمو کې له یو نوي زره څخه ډیر خلک د تغذیې بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.ویل کیږي چې د نړیوالو مرستو بندیدل دمخه په ټول افغانستان کې د سلګونو روغتیایی مرکزونو د تړلو لامل شوي وو.