-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 17, 1404 14:00د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
غزه کې د اوربند طرحې پلي کیدل
میزان 17, 1404 13:59المیادین خبري شبکې اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند د پلي کولو لړۍ نن ماسپښین پیل شوه.
-
د حماس غورځنګ لخوا په غزه کې د اوربند هوکړه
میزان 17, 1404 13:58وروسته له هغه چې ټرمپ په غزه کې د اوربند تړون اعلان کړ حماس غورځنګ په یوه بیان کې وویل چې دا تړون د حماس غورځنګ او د فلسطیني مقاومت ډلو ترمنځ د مسؤلانه او له جدي خبرو اترو وروسته لاسلیک شو. په ورته وخت کې المیادین خبري شبکې اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند لړۍ له نن ماسپښین راهیسې پلي شوې ده.
-
د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو فعال حکمونه
میزان 17, 1404 13:56د نړیوالې جنایي محکمې ویاند فادي عبدلله تیره شپه وویل چې د لومړي وزیر نتنیاهو او د صهیونیستي رژیم د پخواني دفاع وزیر یوآو گالانت د نیولو امرونه د هاګ محکمې د پریکړې پراساس لاهم فعال دي.
-
هند ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر سفر
میزان 17, 1404 13:54د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي مسکو ته له خپل سفر وروسته هند ته ولاړ او یو شمېر لوړ پوړو هندي چارواکو سره یې ولیدل. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا د دې سفر یو له مهمو موخو څخه ګڼل کیږي.
-
د شري ناروغۍ د واکسین کمپاین لومړی پړاو
میزان 17, 1404 13:54د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د شري د واکسین ملي کمپاین په لومړي پړاو کې په افغانستان کې د شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې شاوخوا اته اعشاریه نهه میلیونه ماشومان واکسین شوي دي.
-
افغانستان کې اقتصادي ناورین مخ په پراخېدو دی
میزان 17, 1404 13:52نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي چې شاوخوا درویشت میلیونه افغانان په سخته بې وزلۍ کې ژوند کوي، او د کډوالو راستنیدل، د طبیعي پیښو رامنځته کیدل او د بهرنیو مرستو کمښت د دوی په ژوند باندې لویه اغیزه کړې ده.
-
د افغانستان پر سیمه ییز ملاتړ د روسیې ټينګار
میزان 17, 1404 13:52د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې د سیمې ټول هیوادونه غواړي چې د افغانستان سرپرست حکومت سره په مختلفو برخو کې فعالې اړیکې وساتي.
-
تاجیکستان ته د روسیې د ولسمشر سفر
میزان 17, 1404 13:50له مخکې د ترتیب شوي مهالویش سره سم، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تاجبکستان ته سفر کړی دی.
-
د بنګلادېش پر وړاندې د افغانستان بریا
میزان 17, 1404 13:49د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوره سیالیو لومړۍ لوبه له بنګله دیش څخه د پنځو ویکټو په توپیر وګټله.