کراچۍ کې د افغان کډوالو کورونو ویجاړول
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i46970-کراچۍ_کې_د_افغان_کډوالو_کورونو_ویجاړول
د بلوچستان ایالت ځايي حکومت د کراچۍ اړوند ګلشن معمار کمپ کې د افغان کډوالو د کورونو ړنګول پیل کړي دي.
(last modified 2025-10-16T09:31:40+00:00 )
میزان 24, 1404 14:01 Asia/Kabul
  • کراچۍ کې د افغان کډوالو کورونو ویجاړول

د بلوچستان ایالت ځايي حکومت د کراچۍ اړوند ګلشن معمار کمپ کې د افغان کډوالو د کورونو ړنګول پیل کړي دي.

په کراچۍ کې حکومتي چارواکو ویلي چې ځمکه غصب شوې وه او اوس د ځايي دولت لخوا بیرته اخیستل کیږي.په داسې حال کې چې افغان کډوال وايي چې ځمکه د دوی لخوا اخیستل شوې وه خو د بلوچستان حکومت دوی ته اجازه نه ورکوي چې وپلوري.څه موده وړاندې پاکستاني رسنیو اعلان وکړ چې په کراچۍ کې د ملي پراختیا ادارې د کډوالو کمپ ځمکې کنټرول په لاس کې اخیستې او پریښودل شوي کورونه یې ویجاړوي.په همدې اساس یوازې د چهارشنبې په ورځ په دې سیمه کې له درې سوه څخه ډیر کورونه او هټۍ ویجاړې شوې دي.ویل کیږي چې د ویجاړولو دا عملیات به نن هم دوام وکړي. د راپورونو له مخې په ګلشن معمار کمپ کې له پنځلس زرو څخه ډیر کډوال ژوند کوي او اټکل کیږي چې پدې کې درې زره استوګنیز کورونه شامل دي.