-
کورنيو سرچنیو څخه د برېښنا پر تولید ټینګار
قوس 04, 1404 13:28د برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر وايي چې کورنیو سرچینو څخه د برېښنا تولید کار په چټکۍ سره روان دی او د برېښنا سکتور کې د ظرفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
-
افغانانو ته د هند لخوا د ویزو ورکولو لړۍ پيلیدل
قوس 04, 1404 13:27د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر اعلان وکړ چې د ناروغانو او سوداګرو په ګډون د افغانانو لپاره د هند د ویزو ورکولو لړۍ به بیا پیل شي. نورالدین عزیزي وویل چې هند سره د سوداګرۍ تعاملاتو پراختیا به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه پیاوړې کړي.
-
پاکستاني چارواکو سره د ایران ملي امنیت شورا د منشي سلامشورې
قوس 04, 1404 13:27د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی، نوموړي د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
-
هالنډ ته د ایران بهرنیو چارو وزیر سفر
قوس 04, 1404 13:26د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار د کیمیاوي وسلو د کنوانسیون غړو هیوادونو په دیرشمه غونډه کې د ګډون لپاره هالنډ ته سفر وکړ.
-
د حماس لخوا قاهره کې د اوربند دوېیم پړاو ارزونه
قوس 04, 1404 13:25په داسې حال کې چې په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام لري، حماس په قاهره کې د اوربند د راتلونکي پړاو په اړه د خبرو اترو خبر ورکړ په ورته وخت کې امنیت شورا په غزه کې د صهیونیستي رژیم د دوامداره بریدونو او اشغال پالیسیو له امله نیوکه وکړه.
-
د پاکستان جعفر اکسپرس په اورګاډي یو بل برید
قوس 04, 1404 13:24د جعفر اکسپرس اورګاډی چې له کوټې څخه پېښور ته روان و، نن سهار د بلوچستان په بولان پاس سیمه کې د وسله والو له خوا تر برید لاندې راغی.
-
د افغانستان او هند د کرکټ درې اړخیزه سیالۍ
قوس 04, 1404 12:39د افغانستان د نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډله نن د ځوانانو درې اړخیزه سیالۍ کې د هند نوولس کلنو لوبډلې سره مخامخ شوه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 03, 1404 13:21د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د لبنان حزب الله لوړپوړي قوماندان شهادت
قوس 03, 1404 13:20د لبنان حزب الله غورځنګ د لبنان په جنوبي ضاحیه سیمه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو په ترڅ کې د خپل لوړ پوړي قوماندان شهادت تایید کړی او ویلي یې دي چې په دې بریدونو کې پنځه کسان چې ملکي وګړي هم پکې شامل دي، شهیدان او څو نور ټپیان شوي دي
-
په لویدیځه غاړه او غزه باندې د صهیونیسټانو بریدونه
قوس 03, 1404 13:19فلسطین رسنیو د لویدیځې غاړې د مرکز رام الله په ختیځ کې د صهیونیسټي ځواکونو د برید راپور ورکړی او ویلي یې دي چې په دې برید کې یو ځوان فلسطینی شهید شوی دی. غزه هم نن د صهیونیستي رژیم د تکراري یرغل شاهده وه.