-
سرپرست حکومت سره د دښمنۍ لپاره د لویدیځ هڅې
قوس 03, 1404 13:18د سرپرست حکومت د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ویلي دي چې لویدیځوال هڅه کوي چې د دوی نظام کمزوری کړي.
-
ازبیکستان سره د افغانستان ډبروسکارو سوداګري
قوس 03, 1404 13:17د سرپرست حکومت د بلخ والي ویاند وايي چې د افغانستان ډبرو سکاره به اوس د پاکستان پر ځای ازبیکستان ته صادر شي.
-
د ګوزڼ واکسین څلورم پړاو کمپاین پيل
قوس 03, 1404 13:16په افغانستان کې د پولیو واکسین څلورم پړاو پیل شو. د روغتیا وزارت وايي چې دا پروسه په اوولسو ولایتونو کې پیل شوې او تمه کیږي چې دا کمپاین به د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي اووه میلیونه څلورسوه ماشومان تر پوښښ لاندې راولي.
-
د افغانستان د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری
قوس 03, 1404 13:14د افغانستان د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې ناچاوده توکي هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي.
-
پېښور ښار کې ځانمرګی برید
قوس 03, 1404 13:13نن سهار د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور کې یو ځانمرګی برید وشو.
-
د «امام ابوحنیفه» نندارتون څلورم پړاو پای
قوس 03, 1404 13:12په کابل کې د امام ابو حنیفه ملي او نړیوال نندارتون د یوې اونۍ په جریان کې د شاوخوا یو میلیون لیدونکو له راجلبولو وروسته پای ته ورسید. د نندارتون چارواکي وايي چې د دې اقتصادي نندارتون څلورم پړاو د کیفیت او کمیت له امله پراخ هرکلي سره مخ شو.
-
د فوټبال اتلانو لیګ سیالیو دوام
قوس 03, 1404 13:11د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د پنځم پړاو په دویمه ورځ، عینو مېنې او صرافان هرات خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 01, 1404 14:08د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د همکارۍ ټړون لاسلیک
قوس 01, 1404 14:07په کابل کې د ایران سفارت د افغانستان او ایران د سوداګرۍ خونو ترمنځ د یوه هوکړه لیک د لاسلیک خبر ورکړی دی. د دې تړون له مخې به د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ همکاري زیاته شي.
-
افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو بیا پيل
قوس 01, 1404 14:06د سرپرست حکومت د مالیې وزارت په افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړ.